د طالبانو حکومت د "ټاپي" پروژې د پیل لپاره چمتووالی ښودلی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i129158-د_طالبانو_حکومت_د_ټاپي_پروژې_د_پیل_لپاره_چمتووالی_ښودلی
په افغانستان کې د طالبانو سرپرست حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند اعلان وکړ چې کابل د ټاپي پروژې د پیل لپاره چمتو دی.
(last modified 2023-03-08T04:41:46+00:00 )
Mar 08, 2023 09:06 Asia/Kabul
  • د طالبانو حکومت د

په افغانستان کې د طالبانو سرپرست حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند اعلان وکړ چې کابل د ټاپي پروژې د پیل لپاره چمتو دی.

د تسنیم خبري آژانس د راپور له مخې، د افغانستان د طالبانو حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند«همایون افغان»، د «ټاپي» د ګازو د انتقال د پایپ لاین پروژې د پیل لپاره د حکومت چمتووالی اعلان کړ او وویل، چې د دې پروژې امنیتي، تخنیکي او حقوقي ستونزې د افغانستان له لوري حل شوي دي.

هغه د ټاپي پروژې په نورو غړو هېوادونو کې د دې پروژې د پيل پر وړاندې د ننګونو په اړه وويل: اړوندو هېوادونو لکه ترکمنستان، پاکستان او هند ښايي تر اوسه د دې پروژې تخنيکي او حقوقي چارې نه وي بشپړې کړي، نو له همدې امله يې د پروژې کار تراوسه ځنډول شوی دی.

د ټاپي پروژه له ترکمنستان څخه پيل او د افغانستان او پاکستان له خاورې تېرېږي او هند ته رسېږي، چې د دې پروژې په پلي کېدو سره به زرګونه کسانو ته د کار د زمينې د برابرولو ترڅنګ، افغانستان به د ترانزيټ له لارې په کال کې له ٤٠٠ ميليونو ډالرو څخه زيات عايد ترلاسه کړي.