-
افغانستان کې په تېرو دوو میاشتو کې د ۱۳ تنو سوداګرو د تښتولو ادعا وشوه
Feb 05, 2023 15:08د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړي خانجان الکوزي رسنیو سره په خبرو کې ویلي، په تېرو دوو میاشتو کې ۱۳ تنه سوداګر د انسان تښتوونکو له لورې تښتول شوي.
-
افغانستان او پاکستان ترمنځ راتلوونکې میاشت ۳ شل اوریزې لوبې کیږي
Feb 05, 2023 13:55د پاکستان کرکټ بورډ اعلان وکړ چې د افغانستان او پاکستان کرکټ ملی لوبډلو ترمنځ به د مارچ میاشت په وروستیو کې درې شل اوریزې لوبې ترسره شي.
-
ایران څخه یوه اونۍ کې نږدې ۶ زره افغانان خپل وطن ته ستانه شوي
Feb 05, 2023 12:07د طالبانو د حکومت اړوند باختر اژانس وایي، په تېره یوه اونۍ کې د ایران څخه نږدې ۸ زره افغانان خپل هېواد ته را ستانه شوي دي.
-
د پاسپورت ریاست ۳۰۰ کارکوونکي د فساد په تورنیول شوي
Feb 05, 2023 11:47هغه زياتوي چې تر اوسه پورې په دې رياست کې تخنيکي ستونزه نه ده حل شوې، نو له همدې امله د پاسپورټونو وېش بند شوى دى.
-
په افغانستان کې د پاسپورټونو ستونزه او د مسؤلینو ځوابونه!
Feb 05, 2023 10:14د تهران راډیو درنو اوریدونکو دا ځل مو هنداره خپرونه په افغانستان کې د پاسپورټونو ستونزو، وړاندیزونو او د حل په برخه کې د اقداماتو په اړه ځآنګړې کړې. د خپرونې کوربه: عطاءالله خوږیاڼی د خپرونې میلمانه: د طالبانو د حکومت د پاسپورټ عمومي ریاست ویاند نورالله پتمن او د اقتصاد وزارت پخوانی ویاند، لیکوال او ژورنالیست نجیب الله امین
-
د قرآن کریم سوزول د نړۍ د ټولو مسلمانانو ته سپکاوی دی
Feb 05, 2023 08:33د افغانستان د قرآن عظیم الشان د شورا مشر حجت الاسلام و المسلمین عباس حسن زاده وایی، د قرآن کریم د سوځولو اصلي عاملین باید د یوه بې طرفه نړیوال سازمان له خواسزا شي. ځکه د قران کريم سوځول يو ستر جنايت او د مسلمانانو سپېڅلو ارزښتونو ته سپکاوی دی.
-
پاکستان: ملا هبت الله دې پاکستاني طالبان کنټرول کړي
Feb 05, 2023 08:25د پاکستان د لومړی وزیر شهباز شريف یوه نږدې سلاکار فیصل کریم کنډي ویلي چې د پاکستان پلاوی به د طالبانو له مشر وغواړي څو په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو فعاليتونه کنټرول او مخنیوی یې وکړي.
-
د کورنیو تولیداتو کارول د حکومت لومړیتوب دی
Feb 05, 2023 08:16دافغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي هرات ته د خپل څلورم سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له سوداګرو سره وکتل او د هغوی ستونزې یې وڅېړلې.
-
بلخ ولایت کښې د یوه کورنۍ اوه غړي وژل شوي
Feb 05, 2023 00:53زمونږ خبریال راپور راکړی نا پيژاندو وسله والو کسانو د افغانستان په بلخ ولایت کښې د یوې کورنۍ اوه غړي په ډزو ووژل.
-
طالبانو له سیاسي مسائیلو سره د مرستو په اړوندولو نیوکه وکړه
Feb 05, 2023 00:45زمونږ خبریال راپور راکړی په افغانستان کښې د طالبانو د حکومت سرې میاشتې یعني هلال احمر له سیاسي مسائیلو سره د نړیوالو مرستو مرتبط کول د افغانستان له خلکو سره بې عدالتۍ وبلله.