بلخ ولایت کښې د یوه کورنۍ اوه غړي وژل شوي
زمونږ خبریال راپور راکړی نا پيژاندو وسله والو کسانو د افغانستان په بلخ ولایت کښې د یوې کورنۍ اوه غړي په ډزو ووژل.
واک ته د طالبانو د رسیدا له میاشتو میاشتو تیریدا او په افغانستان کښې د امنیت په ټینګولو کښې د دغه ډلې له ادعا سره سره اوس هم د هیواد په مختلفو سیمو کښې د خلکو وژله ، بم چاودنې او د خلکو تښتول هماغه راز دوام لري.
د افغانستان د بلخ ولایت د امنیتي قومندنۍ ویاندې محمد اصف وزیري پرون وویل د بلخ ولایت په خوا کښې په چمتال ولسوالۍ کښې وړمه شپه د یوې کورنۍ اوه غړي د ناپيژاندو وسله والو کسانو په ډزو سره ووژل شول.
هغه زیاته کړه اکثره وژل شوي کسان ښځې او ماشومان دي.
وزیري په دې خبرې سره چې د دغه جنایت د عاملانو هویت او انګیزه تراوسه معلومه نه ده وویل د دغه ډله ییزې وژلې د عاملانو د نیولو لپاره د امنیتي ځواکونو هڅه روانه ده.