-
د طالبانو د حکومت له خوا د دریو پاکستاني اسیرانو خوشې کېدل
Feb 19, 2026 10:40د طالبانو حکومت درې تنه پاکستاني اسیران د روژې د مبارکې میاشتې د پیل په مناسبت د ښه نیت د یوه اقدام په توګه خوشې کړل.
-
ایران افغانستان ته د برېښنا صادرولو ته دوام ورکوي
Feb 19, 2026 01:48د افغانستان د برېښنا شرکت د راتلونکي کال لپاره له ایران څخه د برېښنا د پېرلو موده غځولې ده.
-
د افغانستان لرې پرتو کلیو ته هم انټرنیټ رسیږي
Feb 19, 2026 01:42د افغانستان د مخابراتو ادارې اعلان وکړ چې د نویو انټرنیټ سایټونو په جوړولو سره به انټرنیټ په لرې پرتو سیمو کې د لاسرسي وړ وي.
-
که طالبان پرې برید ونه کړي تر اختره پورې خپل پوځي عملیات دروي
Feb 18, 2026 11:35زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان د ازادۍ په نامه د طالبانو مخالفه جبهه وایي، که د روژې په میاشت کې طالبان پر دوی بریدونه ونه کړي؛ دوی به هم د روژې تر ختمېدو او د اختر په ورځو کې پرې هیڅ برید ونه کړي.
-
ملګري ملتونو په ۲۰۲۵ کال کې څه باندې ۵۰۰ زرو ورستانه شویو افغان کډوالو سره مرسته کړې ده
Feb 18, 2026 08:14زمونږ خبریال راپور راکړی د کډوالو په چارو د ملګرو ملتونو ستره کميشنري وایي چې په ۲۰۲۵ کال کې یې له ۵۰۰ زرو څخه ډېرو بېرته ورستنو شویو افغان کډوالو سره مرسته کړې ده.
-
افغانستان د فلسطین لپاره د ټرمپ د سولې جوړ شوي پلاوي باندې باور نه لري
Feb 18, 2026 01:16پارس ټوډې - د افغانستان د طالبانو د حکومت ویندوي، ذبیحا... مجاهد وایي چې د غزې د سولې په باب د ټرمپ لخوا په جوړ شوي پلاوي باندې باور نه لري او ترې هېڅ هیله هم نشته چې هلته سوله راولي.
-
افغانسنتان،د پاکستان پر ځای له هند،ایران او بنګلدېش سره د درملو قراردادونه کړي
Feb 17, 2026 09:07پارس ټوډې - د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، تر هغې به لویې لارې تړلي وي، ترڅو ورته پاکستان قوي تضمین ورکړي، چې دغه لارې به د سیاسي دباؤ له امله بیا نه تړل کیږي او په وینا یې د درملو ستونزې دحل په موخه یې له هند، ایران او بنګلدېش سره قراردادونه کړي دي
-
ایران ۳۰۰ غیرقانوني افغان اتباع چې په واورو او باران کې بند پاتې وو وژغورل
Feb 17, 2026 02:38د ایران د طیب آباد د سرحدي سیمې چارواکو اعلان وکړ چې ۳۰۰ غیرقانوني افغان اتباع چې د ایران او افغانستان په ګډو پولو کې د هوا په ناوړه شرایطو کې بند پاتې وو، د ایران د سرحدي ځواکونو په هڅو وژغورل شول.
-
ذبیح الله مجاهد: د ایران او افغانستان سرحد کې د غیر قانوني توکو او یا اشخاصو د مخنیوي په موخه دواړه لورې مسؤلیت لري
Feb 16, 2026 10:42د افغانستان د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، د افغانستان او ایران ترمنځ لویې سرحدي اندېښنې شتون نلري، خو کله نا کله په طبعي ډول قاچاقي موضوعات رامنځته کیږي.
-
ملګري ملتونه وايي، له څلور میلیونو ډېر افغانان کورونو ته اړتیا لري
Feb 16, 2026 02:10زمونږ خبریال راپور راکړی د ملګرو ملتو د استوګنځیو مرستندویې ټولنې، یو اېن هبیټاټ، ویلي، په روان ۲۰۲۶ کال کې څلور میلیونه او دوه لکه افغانان بېړنیو سرپناوو او د ناخوراکي توکو مرستو ته بېړنې اړتیا لري.