ایران افغانستان ته د برېښنا صادرولو ته دوام ورکوي
د افغانستان د برېښنا شرکت د راتلونکي کال لپاره له ایران څخه د برېښنا د پېرلو موده غځولې ده.
د فارس خبري اژانس په لیکنه، د افغانستان برېښنا شرکت اعلان وکړ چې د راتلونکي کال لپاره یې له ایران څخه د برېښنا د پېرلو قرارداد غځولی دی.
د شرکت مطبوعاتي اعلامیه وايي چې د قرارداد د غځولو پریکړه تهران ته د دغه شرکت د پلاوي د سفر په جریان کې وشوه.
د برېښنا شرکت په وینا، دا سفر د ایران د برېښنا د مدیریت، لیږد او ویش شرکت په بلنه ترسره شو.
افغانستان د خپلې برېښنا ۸۰ سلنه د ایران په شمول له ګاونډیو هېوادونو څخه ترلاسه کوي.
په دې مناسبت د برېښنا شرکت او ایران پلاوي په یوه ګډه دوه اړخیزه غونډه کې د برېښنا د لېږد د زیربنا د پراختیا او له ایران څخه افغانستان ته د وارد شوي برېښنا د پېرلو په اړه په تفصیل سره بحث وکړ.
برشنا شرکت له ایران څخه د اخیستل شوي برېښنا د اندازې په اړه جزئیات نه دي ورکړي.