ملګري ملتونه وايي، له څلور میلیونو ډېر افغانان کورونو ته اړتیا لري
زمونږ خبریال راپور راکړی د ملګرو ملتو د استوګنځیو مرستندویې ټولنې، یو اېن هبیټاټ، ویلي، په روان ۲۰۲۶ کال کې څلور میلیونه او دوه لکه افغانان بېړنیو سرپناوو او د ناخوراکي توکو مرستو ته بېړنې اړتیا لري.
دې ټولنې پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې سرپنا د ټیکاومن راتلونکي پر لور لومړنی ګام دی او له همدې امله باید دا ستونزه اواره شي.
دا څرګندونې په داسې وخت کې شوې چې په افغانستان کې ښارونه په چټکۍ پراخېږي او موندنې ښيي چې یوازې د کابل نفوس په لسو کلونو کې څه کم دوه برابره ډېر شوی.
د هېواد درېیمه برخه وګړي په ښارونو کې اوسېږي
د ملګري ملتونو او د افغانستان د حکومت دواړو شمېرې ښیي چې د دغه هېواد شاوخوا درېیمه برخه وګړي دا اوس په ښارونو کې اوسېږي او دا هېواد د نړۍ په کچه له هغو هېوادونو دی چې په چټکۍ پکې د ښارونو نفوس ډېرېږي.
ملګري ملتونه وايي، تر ۲۰۶۰ کاله ښايي د دغه هېواد نیمايي وګړي د ښارونو اوسېدونکي وي.
د طالبانو د حکومت د کور او ښار جوړولو وزارت وايي، ډېری ښاري نفوس په کابل، کندهار، هرات، مزارشریف او جلال آباد کې مېشت دی.
موندنې ښیي چې د دغو ښارونو نفوس په تېرو لسو کلونو کې د پام وړ ډېر شوی.
د افغانستان د احصایې او سرشمېرنې د ادارې د تېرو لسو کلونو شمېرې ښیي چې د کابل نفوس په ۲۰۱۵ کال کې له څه باندې درې مېلیونو سږ کال تر پنځه ميلیونه هم لوړ شوی.
د کندهار ښار نفوس لس کاله مخکې شاوخوا پنځه لکه و چې سږ کال نږدې اووه نیم لکه ته رسېدلی.
ملګري ملتونه وايي، جګړې، اقتصادي ستونزې، وچکالي او د اقلیم بدلون او د کډوالو راستنېدنه د ښارونو د پراخېدو عمده لاملونه دي.
د طالبانو د حکومت د کور او ښار جوړولو وزارت ویاند محمد کمال افغان وايي، ښارونو ته لېږدېدونکي وګړي ډېری یې کورنۍ او ځوانان دي او په ښارونو کې د کار، زده کړې، روغتیا او ښه ژوند د فرصتونو په لټه ډېر مېشتېږي.
هغه زیاتوي پر دې سربېره د طبيعي ناورینونو له امله هم کوچېدلي او تر څنګ یې بېځایه شوي او یا راستانه شوي کډوال هم ښارونو ته ځي.
د اټکلونو له مخې په تېرو دوو کلونو کې له ایران او پاکستانه شاوخوا درې نیم مېلیونه کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي چې په ګڼو ولایتونو کې ښارګوټي هم ورته ګوښي شوي.