د طالبانو د حکومت له خوا د دریو پاکستاني اسیرانو خوشې کېدل
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i170904-د_طالبانو_د_حکومت_له_خوا_د_دریو_پاکستاني_اسیرانو_خوشې_کېدل
د طالبانو حکومت درې تنه پاکستاني اسیران د روژې د مبارکې میاشتې د پیل په مناسبت د ښه نیت د یوه اقدام په توګه خوشې کړل.
(last modified 2026-02-19T09:42:03+00:00 )
Feb 19, 2026 14:10 Asia/Kabul
  • د طالبانو د حکومت له خوا د دریو پاکستاني اسیرانو خوشې کېدل

د طالبانو حکومت درې تنه پاکستاني اسیران د روژې د مبارکې میاشتې د پیل په مناسبت د ښه نیت د یوه اقدام په توګه خوشې کړل.

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد پرون پرخپله ایکس پاڼه په یوه بیان کې ولیکل چې د روژې د مبارکې میاشتې د رارسېدو په احترام او د سعودي عربستان پلاوي ته د مېلمه پالنې لپاره درې تنه پاکستاني پوځیان چې د اکتوبر په ۱۲مه نېټه له پاکستاني لوري سره د نښتو پرمهال اسیران شوي وو، سعودي پلاوي ته وسپارل شول.

د طالبانو ځواکونو د تېر ۲۰۲۵ کال د اکتوبر په لسمه د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې له پاکستاني پوځیانو سره نښتې وکړې. دا جګړه وروسته له هغه پیل شوه چې په کابل کې د دوو چاودنو او په عین وخت کې په پکتیکا ولایت کې د پاکستان د جنګي الوتکو د هوايي حملو خبر ورکړل شو.