-
یونیسف اداره وائي،په میلیونونو افغان ماشومان له واکسین څخه محروم دي
Jun 30, 2025 02:37د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف)خبرداری ورکړی چې یوازې ۱۶.۲٪ افغان ماشومان په بشپړ ډول واکسین شوي او دا وضعیت د میلیونونو ماشومانو ژوند ، د مخنیوي وړ ناروغیو له خطر سره مخ کړی دی.
-
د افغانستان او نړۍ اړیکې په پراخېدو دي
Jun 30, 2025 02:30د افغانستان د طالبانو دحکومت د بهرنیو چارو وزیر په کابل کې د افغانستان لپاره د ملایشیا له ځانګړي استازي سره په لیدنې کې د سیاسي، اقتصادي او کلتوري ملګرتیاؤ د زیاتوالي په اړه د خبرو ترڅنګ وویل چې د افغانستان او نورو هېوادونو اړیکې پراخېدو په حال کې دي.
-
افغان لوبغاړي احمد ولي هوتک خپل سیال تسلیمېدو ته اړ کړ
Jun 28, 2025 09:16د افغانستان د رزمي لوبو وتلي لوبغاړي احمد ولي هوتک خپل روسي سیال مات کړ.
-
په کندز کې د واخان په نوم ملي شل آوریزې کرکټ سیالۍ پیل شوې
Jun 28, 2025 09:08د افغانستان کرکټ بورډ ویلي، نن په کندوز کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د (واخان) په نوم ملي شل اوریزې کرکټ سیالۍ پیل شوي دي.
-
۸۰ سلنه افغان ځوانې ښځې زدهکړو او کار ته لاسرسی نه لري
Jun 28, 2025 08:35د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې په یوه راپور کې ویلي چې په افغانستان کې ۸۰ سلنه ځوانې ښځې زدهکړو او کار ته لاسرسی نه لري.
-
په غزني کې په یو وار شلو ښوونځیو ته نوې ودانۍ جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې
Jun 28, 2025 08:15چارواکي وایي، د دې ودانیو په جوړیدو سره په دې ولایت کې د زده کوونکو د سرپناه ستونزه تر ډیره بریده هواره شوه.
-
لغمان کې یوولس تنه په ترافیکي پیښه کې ژوبل شول
Jun 28, 2025 08:05د لغمان ولایت امنیه قوماندانۍ ویاند یونس یوسفزی وایي د شنبې په سهار د کابل جلال اباد پر لویه لارد سرخکانو دوه لارې په سیمه کې یوه لارې او دوه دسپرلیو موټرو د ټکر له امله د یوې میرمنې په ګډون یوولس تنه ژوبل شول.
-
په کابل کې د ایران سفیر د دوغارون له سرحدي پولې څخه لیدنه وکړه
Jun 28, 2025 07:58له ایران څخه د راستنېدونکو افغان کډوالو په شمېر کې له زیاتوالي وروسته، په کابل کې د ایران سفارت سرپرست علي رضا بیکدلي په مشرۍ د ډیپلوماتانو يو پلاوي، د دوغارون له سرحدي پولې څخه لیدنه کړې.
-
افغانستان بانک له بانکي حسابونو د پیسو ایستلو محدودیتونه کم کړل
Jun 16, 2025 10:59د افغانستان بانک اعلان کړی چې له بانکي حسابونو د پیسو ایستلو محدودیتونه کم شوي دي او اوس خلک کولی شي له خپلو حسابونو (اکاونټونو) څخه د پخوا په پرتله زیاتې پیسې وباسي.
-
هند افغانستان ته د خپلو کرهڼیزو محصولاتو صادرات کموي
Jun 16, 2025 10:52هندي رسنۍ راپور ورکوي چې ښایي په ۲۰۲۶ مالي کال کې، هند افغانستان ته د خپلو کرنیزو محصولاتو صادرات کم کړي.