د پاکستان او افغانستان ۱۹ کلنې لوبډلې سبا سره لوبه لري
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i168866-د_پاکستان_او_افغانستان_۱۹_کلنې_لوبډلې_سبا_سره_لوبه_لري
د افغانستان له ۱۹ کلنو کم عمره کرکټ ملي لوبډله سبا د پاکستان له ۱۹ کلنو کم عمره لوبډلې پر وړاندې یو ورځنۍ سیالي لري.
(last modified 2025-12-26T05:29:07+00:00 )
Dec 26, 2025 09:53 Asia/Kabul
  • د  پاکستان او افغانستان ۱۹ کلنې لوبډلې  سبا سره لوبه لري

د افغانستان له ۱۹ کلنو کم عمره کرکټ ملي لوبډله سبا د پاکستان له ۱۹ کلنو کم عمره لوبډلې پر وړاندې یو ورځنۍ سیالي لري.

یاده لوبه د زمبابوې په پلازمېنه هراري ښار کې ترسره کېږي.

دا سیالي د افغانستان، پاکستان او زمبابوې د ۱۹ کلنو کم عمره لوبډلو ترمنځ د درې اړخیزو لوبو د لړۍ برخه ده.

دا لوبې د ۱۹ کلنو د کرکټ نړیوال جام ته د چمتووالي په موخه ترسره کېږي.

د دغې لړۍ لومړۍ لوبه تېره ورځ پنجشنبه د افغانستان او کوربه زمبابوې ترمنځ ترسره شوه، چې پکې افغان توپ‌اچوونکو د زمبابوې ټول لوبغاړي په ۹۰ منډو له میدانه بهر کړل.

په ځواب کې افغان لوبډلې ۶۸ منډې وکړې او یو لوبغاړی یې له لاسه ورکړ، خو د باران له امله لوبه بې پایلې پای ته ورسېده.

د یادونې وړ ده، چې له ۱۹کلنو د کرکټ نړیوال جام سیالۍ به د راتلونکي جنورۍ میاشتې په نیمايي کې د زمبابوې او نمیبیا په کوربتوب پیل شي.