-
قزاقستان په ترانس افغان پروژه کې ۵۰۰ میلیون ډالره پانګونې ته خپل چمتووالی تایید کړ
May 23, 2025 03:36تر دې وړاندې طالبانو ویلي وو چې قزاقستان د ازبکستان او پاکستان ترمنځ د افغانستان په خاوره کې د ترانس افغان په نوم د ریل لارې پر جوړولو نیم میلیارد ډالره پانګونې ته چمتووالی ښودلی دی، خو قزاقستان په دې اړه رسماً څه نه وو ویلي.
-
پاکستان باید له ثبوت پرته د پېښو مسئولیت پر افغانستان وانهچوي
May 23, 2025 02:57د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله اېکس پاڼه په یوه لیکلي بیان کې د پاکستان په بلوچستان کې د پوځي اکاډمۍ پر یوه بس د برید په غندلو سره ویلي، چې پاکستاني چارواکي باید له کوم دلیل او ثبوت پرته په دغه هېواد کې د ورته پېښو مسئولیت پر افغانستان وانه چوي.
-
ایراني پانګوالو د افغانستان پر کانونو پانګونې ته لېوالتیا ښودلې
May 23, 2025 02:50د طالبانو د کانونو او پټروليم وزارت سرپرست ملا هدايتالله بدري ايران ته د خپل سفر په ترڅ کې د اصفهان له والي او د وسپنې د پروسس (فولاد مبارکه) له کارخونې ليدنه کړې.
-
راتلونکې اونۍ د پولیو ضد واکسین کمپاین پیل کیږي
May 21, 2025 10:54د « له پولیو څخه د پاک افغانستان » په نوم بنسټ اعلان کړی چې د ماشومانو د فلج ناروغۍ (پولیو) ضد واکسین کمپاین به په ټول افغانستان کې پیل شي.
-
د سمنګان اړوند د ډبرو سکرو په کان کې چاودنې له امله ۷ کان کیندونکې مړه شوي
May 21, 2025 10:26د سمنګان ولایت په مربوطاتو کې د ډبرو سکرو په یوه کان کې د چاودنې له امله ۷ تنه کان کیندونکي مړه شوي او دوه نور ټپیان دي.
-
د افغانستان پانګوال دې په روغتیايي سکټور کې هم پانګونه وکړي
May 21, 2025 03:07د طالبانو د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر د افغانستان پر پانګوالو غږ کړی چې د نورو برخو ترڅنګ دې په روغتیايي سکټور کې هم پانګونه وکړي.
-
د افغانستان نیماي وګړي له بشردوستانه مرستو سره تړلي دي
May 21, 2025 03:01په افغانستان کې د کډوالۍ نړیوال سازمان مشر میهیونګ پارک ویلي چې د دغه هېواد نیمايي وګړي د ژوندي پاتېې کېدو لپاره پر بشردوستانه مرستو تکیه دي.
-
ترکیه له افغانستان سره اروپا ته د غالیو په صادراتو کې همکاري کوي
May 21, 2025 02:38د ترکیې د غالیو ټولنې چارواکو د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت استازو سره په کتنه کې اروپايي بازارونو ته د افغاني غالیو په صادراتو کې د همکارۍ ژمنه کړې ده.
-
د طالبانو مالیې وزارت په کابل کې د نړیوال بانک د دفتر د پرانیستلو خبر ورکړ
May 19, 2025 11:09د طالبانو مالیې وزارت وایي، نړیوال بانک په کابل کې خپل دفتر بیا پرانیستی او د پاتې پورونو د ورکولو بهیر بیا پیلولو ته بشپړ چمتو دی.
-
په کندوز کې د ټرافیکي پېښې له امله پنځه کسان وژل شوي
May 19, 2025 11:04په کندوز ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۵ تنه وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.