افغان نجونې وایی زده‌کړې امتیاز نه، بلکې بنسټیز حق مو دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i167672-افغان_نجونې_وایی_زده_کړې_امتیاز_نه_بلکې_بنسټیز_حق_مو_دی
له زده‌کړو پاتې ځینې نجونې په افغانستان کې د تعلیمي کال له پای ته رسېدو سره هممهاله د نجونو پر زده‌کړو له لګېدلي بندیزه اندېښنه ښيي او وايي چې زده‌کړې امتیاز نه، بلکې بنسټيز حق یې دی.
(last modified 2025-11-25T23:36:54+00:00 )
Nov 26, 2025 04:01 Asia/Kabul
  •  افغان نجونې وایی زده‌کړې امتیاز نه، بلکې بنسټیز حق مو دی

له زده‌کړو پاتې ځینې نجونې په افغانستان کې د تعلیمي کال له پای ته رسېدو سره هممهاله د نجونو پر زده‌کړو له لګېدلي بندیزه اندېښنه ښيي او وايي چې زده‌کړې امتیاز نه، بلکې بنسټيز حق یې دی.

دغو نجونو ویلي چې دغه بندیز نه یوازې د هغوی د ښوونې راتلونکی تیاره کړی، بلکې هیلې او ارمانونه یې هم اغېزمن کړي دي.

د دغو نجونو په خبره، د جنسیت له کبله له خپلو بنسټیزو حقونو محرومې شوې دي.

هغوی وايي چې هیله لري ژر یې پرمخ د پوهنتونونو دروازې پرانېستل شي او نور په افغانستان کې د جنسیت له مخې ښوونیز برخلیک ونه ټاکل شي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې څلور کاله کېږي چې نجونې له زده‌کړو بې برخې دي.له بلې خوا افغان ښځې او نجونې له رسنیو سره له خبرو کولو ډډه کوي

د افغان رسندویو له راپور سره سم ځينې نجونې او ښځې له طالبانو د وېرې له کبله نه غواړي له رسنیو سره خبرې وکړي.

هغوی وویل چې طالبان له هغو رسنیو چې له افغانستانه بهر خپرونې لري، وېره لري.

د هغوی په خبره، که له دغو رسنیو سره د خپلو ستونزو په اړه مرکه وکړي، ښايي خپله دنده له لاسه ورکړي یا یې امنیت ته ګواښ پېښ شي.

هغوی زیاتوي چې د ژورو حقوقي او ټولنیزو ستونزو سربېره هم ناچاره دي چې چوپتیا غوره کړي.

د دغو ښځو په خبره، که وغواړي له کومۍ رسنۍ سره د خپلو ستونزو په اړه وغږېږي، کورنۍ هم له طالبانو د وېرې له کبله د مرکې اجازه نه ورکوي.

دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېد وروسته پر ښځو او مېرمنو د کار او زده‌کړو بندیز ترڅنګ ګڼ محدودیتونه لګېدلي دي.