-
افغانستان کې د ناروغو ماشومانو شمېر زیات شوی، روغتونونه ځای نه لري
Jul 04, 2025 02:48د بې پولې ډاکترانو نړیوال سازمان و ايي، افغانستان کې د ناروغو ماشومانو شمېر زیات شوی، خو د هېواد روغتونونه د هغوی د منلو وړتیا نه لري.
-
د ښځو په سرپرستۍ دوه پر درېیمه برخه کورنۍ د خوراکي توکو د اخیستو توان نه لري
Jul 03, 2025 10:41د خوړو نړیوال پروګرام وایي، افغانستان کې له هرو درېیو کورنیو څخه، چې سرپرستي یې ښځې کوي، دوه کورنۍ د لومړنیو خوراکي توکو د اخیستو توان نه لري.
-
په افغانستان کې د محرم د لسمې يا عاشورا لپاره بشپړ چمتووالی نيول شوی
Jul 03, 2025 10:06د افغانستان د کورنیو چارو وزارت چارواکې وایي چې امنیتي ځواکونو د محرم د لسمې نیټې يا عاشورا لپاره بشپړ چمتووالی نيولی دی.
-
ننګرهار کې ګڼې تاریخي سیمې د له منځه تلو له ګواښ سره مخ دي
Jul 03, 2025 09:58د ننګرهار اطلاعاتو او کلتور ریاست تاریخي ابداتو ساتنې د څانګې مشر انجینیر احمد شا عمري وایي، په ننګرهارکې په ټولیز ډول ۴۱ تاریخي سیمې له دوی سره ثبت او راجستر دي چې له جملې یې ۳۸ سیمې جدي ترمیم او بیا رغونې ته اړتیا لري او که د ترمیم او بیا رغونې غم یې ونه خوړل شي نو له منځه به ولاړ شي.
-
په ارزګان کې د شفلوغ اوبو ستر بند د جوړېدو چارې پیل شوې
Jul 03, 2025 09:48چارواکي وایي، د دې بند په جوړېدو سره به نه یوازې چې باراني اوبه زیرمه شي، بلکه زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه به خړوبه او کرکیلې ته چمتو شي.
-
کابل کښې د ایران په سفارت کښې د اسرائیلو د وروستي یرغل د شهیدانو درنښت وشه
Jul 03, 2025 01:52د ایران پر وړاندې د صهیونیسټ رژیم او امریکا د وروستي یرغل د شهیدانو د یادګار دفتر د لاسلیک لپاره، په کابل کې د ایران اسلامي جمهوریت په سفارت کې د شهیدانو" د درناوي مراسم ترسره شول.
-
ملابرادر د اذربایجان له لومړي وزیر سره د اړیکو پر پراختیاخبرې کړي
Jul 03, 2025 01:29د طالبانو د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د اقتصادي همکاریو سازمان (ایکو) په ۱۷مه سرمشریزه کې د ګډون په موخه اذربایجان تللی دی.
-
کابلوف: د مسکو فارمټ غونډه د طالبانو په حضور ترسره کیږي
Jul 02, 2025 11:21د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ راتلونکې غونډه د روان ۲۰۲۵ کال سپټمبر یا اکټوبر د طالبانو په حضورکې ترسره کیږي.
-
په روسيې کې د افغانستان نوی سفیر مسکو ته ورسید
Jul 02, 2025 02:10د مسکو او کابل ترمینځ د ډیپلوماټیکو اړیکو په یوې نوې پرمختیا کې، د افغانستان د طالبانو د حکومت لومړنی رسمي سفیر وروسته له دې چې دا ډله په اپریل میاشت کې د روسيې د ممنوعه ډلو له لیسټه وویستل شوه، مسکو ته ورسید.
-
له پاکستان او ایرانه ۳۲۸۴ افغانې کورنۍ هېواد ته ورستنې شوې
Jul 01, 2025 10:23زمونږ خبریال راپور راکړی د طالبانو تر ادارې لاندې باختر خبري اژانس اعلان کړی چې پرون له پاکستان او ایرانه ۳۲۸۴ افغان کورنۍ هېواد ته ورستنې شوې دي.