د افغانستان شمال او شمال ختيځې سیمې زورورې زلزلې لړزولې دي
زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان په شمال او شمال ختيځ کې د یوې زورورې زلزلې ټکانونه محسوس شوي دي.
د امریکا د جيولوجيکي سروې اداره وايي، دا زلزله چې شپږ اعشاریه درې درجې وه مرکز یې د افغانستان شمال کې مزار شريف ته څېرمه په خلم کې و.
د يادې ادارې له مخې، زلزله د ځمکې له سطحې شاوخوا ۱۰ کيلومتره ژوره وه.
د ځايي او ټولنيزو رسنيو په وینا دا زلزله د پلازمېنې کابل تر څنګ په شمال او شمال ختيځو ولایتونو کې محسوسه شوې ده.
ويل کېږی د زلزلې ټکانونو د افغانستان ګاونډي هېوادونه هم لړزولي دي.
له طبيعي پېښو سره د طالبانو حکومت د مبارزې اداره وايي، لا د مرګژوبلې په اړ کره معلومات نشته او په وینا یې په دې اړه به وروسته شمېرې شريکې کړل شي.
خو ځايي رسنۍ د لسګونو کسانو د ټپي کېدو خبر ورکوي.
افغانستان یو له هغو هېوادونو دی چې کله ناکله په کې سختې او مرګونې زلزلې کېږي.
په دې وروستيو کې د افغانستان په کونړ او ننګرهار ولایتونو کې د مرګونې زلزلې له کبله له ۲۲۰۰ ډېر کسان مړه او د مالي زيان تر څنګ زرګونه نور ټپيان کړل.
زلزلې هغه مهال کېږي چې د ځمکې سطحې د جوړونکو ټېکټونیکي صفحو یا پلېټونو په اوږدو کې ناڅاپي خوځښت راشي.
د فالت لاینز په نوم ماتېدنې هغو ځایونو کې رامنځته کېږي چې دغه پلېټونه پکې ټکر کوي.
افغانستان کې ځکه ډېرې زلزلې کېږي چې پر بېلابېلو فالت لاینونه پروت دی او د هند او اېرواېشا پلېټونه همدلته سره یو ځای کېږي.
د بریتانیا د جیولوجیکي سروې رېږد پېژندونکی ډاکتر بریان باپتي وایي، جاپان او د سویلي امریکا هېوادونو کې تر افغانستان ډېرې زلزلې کېږي "خو افغانستان ځکه زیانګالی دی چې ودانۍ یې د زلزلې پر وړاندې مقاومت نه لري."
نوموړی زیاتوي افغانستان کې ودانۍ معمولا له خټینو خښتو او لرګیو جوړېږي، یا پکې کمزورې سیمنټ کارول کېږي.
د افغانستان غرنیو سیمو کې له دې کبله هم زلزلو کې ډېره ویجاړي اړوي چې ځمکښویدنې پکې پېښېږي.
دغه ځمکښوېدنې وخت ناوخت کلي او کورونه لاندې کوي او د سیندونو بهېدو لوري بندوي چې پایله کې یې سیلابونه راځي.