طالبانو په افغانستان کې د څلورو خصوصي پوهنتونونو فعالیت ځنډولی دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i166654-طالبانو_په_افغانستان_کې_د_څلورو_خصوصي_پوهنتونونو_فعالیت_ځنډولی_دی
په کابل کې سرچینو ویلي چې طالبانو په افغانستان کې د څلورو خصوصي پوهنتونونو فعالیتونه ځنډولي دي.
(last modified 2025-11-02T01:34:40+00:00 )
Nov 02, 2025 05:55 Asia/Kabul
  • طالبانو په افغانستان کې د څلورو خصوصي پوهنتونونو فعالیت ځنډولی دی

په کابل کې سرچینو ویلي چې طالبانو په افغانستان کې د څلورو خصوصي پوهنتونونو فعالیتونه ځنډولي دي.

د سرچینو په حواله د قلم، استقامت، ابن سینا او دنیا پوهنتونونو فعالیتونه تعلیق شوي دي.

د یادونې وړ ده چې د دغو پوهنتونونو د تعلیق امر د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزیر ندامحمد ندیم په لاسلیک صادر شوی دی.

د سرچینو په خبره، طالبانو خبرداری ورکړی چې که یادو پوهنتونونو په یو کال کې پام وړ شرایط پوره نه کړل، د فعالیت جوازونه دې لغوه شي.

د طالبانو دا پرېکړه د افغانستان پر پوهنتونونو او تعلیمي مرکزونو د محدودیتونو د دوام په ترڅ کې نیول شوې ده.

د یادونې ده چې افغان طالبانو په پوهنتونونو او روغتیايي انسټيټوټونو کې د نجونو پر زده‌کړو تر امرثاني پورې بندیز لګولی دی.