-
د داعش ځالې په پاکستان کې دي
Mar 05, 2025 11:15د افغان طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د کابل هوایي ډګر د برید پلانوونکي نیول کېدل واضحه کړل، چې د داعش ځالې په پاکستان کې دي.
-
د کابل هوايي ډګر د ځانمرګي برید مسئول نیول شوی
Mar 05, 2025 10:43د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دغه هېواد کانګرس ته په خپله وینا کې ویلي چې د ۲۰۲۱ کال د کابل په هوايي ډګر کې د ځانمرګي برید طراح چې په هغه کې د ۱۳ امریکایي پوځیانو په ګډون لسګونه کسان ووژل شول، نیول شوی او امریکا ته د لیږد په حال کې دی.
-
طالبان: د یوناما ماموریت اغېزناک نه و
Mar 05, 2025 03:58د طالبانو ویاند ذبیح ا...مجاهد وايي، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي (یوناما) ماموریت اغېزناک نه و.
-
افغانستان د بګرام په هوايي اډه کښې د چین د پوځي شتون په هکله د ټرمپ ادعاوې رد کړې
Mar 04, 2025 02:13په افغانستان کښې د طالبانو حکومت د بګرام په هوايي اډه کښې د چینايي پوځیانو د شتون په هکله د امریکې د ولسمشر څرګندونې دروغ وبللې.
-
تفسیر- د افغانستان او پاکستان د سرحدي شخړو لامل څه دی؟
Mar 03, 2025 10:05پارس ټودي - بالاخره د پاکستان له خوا د تورخم سرحدي دروازې د ۱۱ ورځو لپاره د تړل کیدو وروسته، په دې هېواد کې محلي سرچینو د تورخم سرحدي نقطې په اوږدو کې د پاکستان د پوځ د سرحدي ساتونکو او د افغانستان د طالبانو ترمنځ د سختو نښتو راپور ورکړی دی.
-
په تهران کې افغان سفیر له ایراني چارواکو سره د کډوالو د وضعیت په اړه ناسته کړې.
Mar 03, 2025 09:22د ایران اسلامي جمهوریت پلازمینې تهران کې د افغانستان د سفارت سرپرست فضل محمد حقاني د ایران د بهرنیو چارو وزارت د جنوبي اسیا له عمومي رییس محمد رضا بهرامي سره د اقتصادي او ډیپلوماتیکو اړیکو د پراختیا او دې برخه کې د همکارۍ پر زیاتېدو خبرې کړې دي.
-
ننګرهارکې لسو روغتیایي ځالو ته ودانۍ جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې
Mar 03, 2025 08:52چارواکي وایي په دې روغتیایي ځالو کې به د مور او ماشوم لپاره پر روغتیایي چوپړتیاو سربیره د خوارځواکو ماشومانو درملنه هم تر سره کیږي
-
په تورخم دروازه کې د افغان او پاکستاني پوله ساتو ځواکونو تر منځ درنه جګړه روانه ده
Mar 03, 2025 08:35د ننګرهار اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو امر مولوی صدیق الله قریشي وایي، جګړه تیره نیمه شپه هغه مهال پيل شوه چې افغان پوله ساتي ځواکونه د ډیورنډ فرضي کرښې دې لورې ته پر فعالیت بوخت وو چې پاکستاني لورې پرې د سپکو او درنو وسلو ډزې وکړې.
-
په افغانستان کې پاتې شوي امریکايي تجهیزات جنګي غنیمت دي
Mar 02, 2025 11:26د طالبانو ویاند ذبیح ا... مجاهد ویلي، په افغانستان کې له طالبانو پاتې شوي وسلې او تجهیزات جنګي غنیمت دي.
-
په افغانستان تر سه شنبې پورې د واورو اټکل شوی او ممکن سېلونه هم راشي
Mar 02, 2025 11:04د طالبانو د اوبو او برښنا وزارت له یکشنبې تر سه شنبې (د کب له ۱۲ تر ۱۴) د افغانستان په ځینو سیمو کې د سېلابونو د راوتلو او د سیندونو د اوبو د زیاتېدو وړاندوینه کړې ده.