-
عراقچي ګروسي ته ویلي دی د واقعیت په منعکس کولو سره د اژانس له ځای د ځینوناوړه استفادې مخنیوی وکړئ
Jun 01, 2025 11:22د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر د نړیوالې اټومي انرژۍ ادارې له عمومي مشرسره په ټیلیفوني خبرو کې له هغه وغوښتل چې د راتلونکې اونۍ د واکمنی شورا په غونډه کې له دې اژانس سره د ایران د ملګرتیاو په بیانولو سره د هر ډول سیاسي اقدام پایلې په ګوته کړي، ځکه چې ایران به د اروپایي لورولخوا د هر ډول نامناسب اقدام په وړاندې لازم ځواب ووایی.
-
جنوبي خراسان د ایران او افغانستان د اړیکو په پیاوړتیا کې مهم رول لوبوي
Jun 01, 2025 10:52د افغانستان په هرات کې د ایران د اسلامي جمهوریت کونسلرجنرال د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ په تاریخي، مذهبي او قومي مشترکاتو په ټینګار سره وویل: جنوبي خراسان کولی شي د خپلې ګډې پولې او د خلکو ترمنځ د تعامل له لارې د ایران او افغانستان د اړیکو په پیاوړتیا کې مهم رول ولوبوي.
-
صهیونیستي رژیم په راما... کې د عربو خارجه وزیرانو په غونډې کې خنډونه رامینځته کړل
May 31, 2025 09:10د صهیونیستي رژیم چارواکو وئيلي دي، د فلسطین د خپلواکې ادارې یا کورواکه تشکیلاتو سره به د عربي هېوادونو او ترکیې د بهرنیو چارو وزیرانو د یوې ډلې د کوربهتوب لپاره، چې د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان په مشرۍ وي، ملګرتیا ونه کړي.
-
د یمن د صعده اوسیدونکو د غزې په ملاتړکی پرتمین لاریون ترسره کړ
May 31, 2025 02:52پارس ټوډې - د یمن ښاریزو د تیرو اونیو په څیر د یمن د شمال لویدیځ په صعده ولایت کې د جمعې په ورځ په لویه کچه لاریون وکړ.
-
یونیسف : په غزه کې په هرو ۲۰ دقیقو کې یو ماشوم شهیدیا ټپي کیږي
May 31, 2025 02:37پارس ټوډې، د مهر خبري اژانس په حواله وایی د ملګرو ملتونویونیسف اعلان وکړ چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له ۷ راهیسې له پنځوس زرو ډیر فلسطیني ماشومان وژل شوي یا ټپیان شوي دي.
-
د ایران اسلامي جمهوریت هیڅکله د اټومي وسلو د جوړولو هڅه نه ده کړي
May 30, 2025 02:53ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان وویل مونږ د ایران په اسلامي جمهوریت ډاکټرین کښې هیڅکله د اټومي وسلو لپاره اهمیت ته قائل نه یوو.
-
د ایران د شیعه وو او د اهل سنتو وحدت د اسلامي نړۍ لپاره بیلګه ده
May 30, 2025 02:22ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د حاجیانو سرپرست حجت الاسلام و المسلمین «سید عبدالفتاح نواب» په یوې وینا کښې دې ته په اشارې سره چې په ایران کښې د شیعه او د سني وحدت د اسلامي دنیا لپاره یوه بیلګه کیدلای شي ټینګار وکړ په پریکنده توګه دښمن نه غواړي چې اسلامي دنیا پیاوړي شي ځکه چې په دغه بڼه کښې هیڅ قدرت مسلمانان نشي ماتولای.
-
د هر ډول موافقې لاره له خبرو تیریږي نه له رسنیو
May 30, 2025 02:05ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د رسنیو ځینو ګونګوسو ته په غبرګون کښې چې ویلي دي د ایران او د امریکا ترمینځ زر موافقه کیدونکي ده په ایکس پاڼه کښې ولیکل رسنۍ هماغه راز د ایران او د امریکا ترمینځ زر د موافقې د لاسلیک کیدا په هکله ګونګوسې خپروې او زه مطمئنم نه یم چې واقعا په دغه پړاو کښې وو.
-
د یمن توغندوي حملې د صهیونیسټ رژیم مشر تښتې ته مجبوره کړ
May 30, 2025 01:49ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د صهیونیسټ رژيم «یدیعوت احارنوت» ورځپاڼې په یوه راپور کښې وویل
-
صهیونیسټ رژيم د غزې تړانګې د شمال د خالي کولو حکم ورکړ
May 30, 2025 01:39ایرنا خبري اژانس راپور راکړی خبري سرچینو وویل د صهیونیسټ رژيم پوځ د یوې بیانیې په خپرولو سره د فلسطین د غزې تړانګې د شمال د ځینو سیمو د سمدستي خالي کولو حکم ورکړ.