-
د تهران او بيجنگ تر منځ د ستراتېژیکو اړیکو پر پراختیا ټینګار وشو
Mar 18, 2025 03:46پارس ټوډې - په نړيوالو چارو کې د اسلامي انقلاب د رهبر سلاکار، په سیاسي، اقتصادي، کلتوري او علمي برخو کې د ایران او چین تر منځ ستراتیژیکې همکارۍ د ځانګړي اهميت وړ وبلل او له ګډو ظرفیتونو څخه د ګټنې اخیستنې پر اړتيا يې ټينګار وکړ.
-
د ایران او جاپان د بهرنیو چارو وزیرانو د ایران په هستهای مسایلو کې د ډیپلوماسۍ پر کارونې ټینګار وکړ
Mar 18, 2025 03:04پارس ټوډې - د ایران او جاپان د بهرنیو چارو وزیرانو په ځانګړي توګه د ایران د سولهایزه اټومي فعالیتونو په اړه د ډیپلوماسۍ او ډیپلماتیکو خبرو اترو په کارولو ټینګار وکړ.
-
د یمن ولس هېڅکله د امریکا له ترهګرۍ نه ویرېږي
Mar 18, 2025 02:58پارس ټوډې - د یمن د عالي سیاسي شورا غړي پر یمن باندې د امریکا د وروستیو حملو په غبرګون کې وویل: د یمن ولس هېڅکله د امریکا له حملو، تیریو او ترهګرۍ څخه نه ویرېږي.
-
له آژانس سره شته اختلافات به حل شي
Mar 18, 2025 02:52پارس ټوډې - د ایران د بهرنیو چارو د حقوقي او نړیوالو چارو مرستیال وویل: ایران او د اټومي انرژۍ نړیوال آژانس د اوږدمهالې همکارۍ سابقه لري چې دوی توانوي چې لږ شته اختلافات حل کړي.
-
د یمن پر مختلفو سیمو د امریکا ۱۷۰ جنګي الوتکو بریدونه کړي دي
Mar 17, 2025 12:17پارس ټوډې – د امریکا تیریګرو جنګي الوتکو لږ تر لږه ۱۷۰ ځله د یمن مختلفې سیمې هدف وګرځولې.
-
صدا اوسیما سازمان د «الاقصی» شبکې بندولو پر ضد اعتراض وکړ
Mar 17, 2025 12:04پارس ټوډې – د ایران د اسلامي جمهوریت د صدا او سیما سازمان د برون مرزۍ مرستیال د امریکا او اروپا لخوا د الاقصی چینل پر خپرونو باندې د بندیز په غبرګون کې وویل: د لوېدیځ د رسنیز سانسور پر وړاندې د مقابلې څپې باید پیاوړې شي.
-
نړۍ پوهېږي چې د تروریزم رېښه په پاکستان هیواد کې ده
Mar 17, 2025 02:26زمونږ خبریال راپور راکړی د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي پر پاکستان تور لګولی چې «تروریزم» صادروي او زیاته کړې ده چې نړۍ په هر ګوټ کې که ترهګر برید کېږي، رېښه یې په یو ډول پاکستان ته رسېږي.
-
امریکا د یمن د ملت د ارادې په ماتولو کښې ماتي خوړلي ده
Mar 17, 2025 01:46ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د عراق اسلامي مقاومت ډلو په یمن باندې د امریکا د تیریو او د یوشمیر خلکو د وژلې او ژوبلې په غندلو سره ټینګار وکړ دغه تیری ثابتوي چي امریکا د یمن د خلکو د ارادې او هوډ په ماتولو کښې ماتي خوړلي ده.
-
امریکا د صهیونیسټ رژيم د دفاع په رول کښې په یمن برید کړی دی
Mar 17, 2025 01:20ایسنا خبري اژانس راپور راکړی د عراق النجبا غورځنګ په یوې بیانیې کښې په یمن باندې د امریکا د جنایتکارانه حملو د غندلو په ترڅ کښې دغه اقدام د واشنګټن د کړچار د دوه ګوڼوالي او له ترهګرۍ د امریکا د ملاتړ کولو نښه وبلله.
-
د چین ولسمشر د اروپايي هیوادونو په غونډې کښې د ګډون بلنه رد کړه
Mar 17, 2025 00:45زمونږ خبریال راپور راکړی د چین ولسمشر «شي جینپینګ» د پیکینګ او د اروپايي اتحادیې د ډيپلوماټیکو اړیکو د پنځوسمې کلیزې په مناسبت په بروکسل کښې په یوې غونډې کښې د ګډون کولو بلنه رد کړه.