د اسرائیلو لومړی وزیر باید ونیول او محکمې ته وسپارل شي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د بښنې نړیوالې موسسې «ایمنسټي ایڼټرنیشنل» وویل
هنګري ته د سفر لپاره د صهیونیسټ رژیم لومړي وزیر نتانیاهو ته بلنه د نړیوالو قوانینو سپکاوی دی او هنګري هیواد باید هغه ونیسي او په هیګ کښې دیره جنايي محکمې ته یې وروسپاري.
ایمنسټي اینټرنیشنل زیاته کړه د صهیونیسټ رژيم لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو په ملکي وګړو باندې په قصدي ډول حملو او د بشريت پرضد په جنایت ترسره کولو سربیره د جنګي جنایتونو په ترسره کولو او په غزې تړانګه کښې د جنګي وسلې په توګه له لوږې څخه په استفادې کولو هم تورن دی.
دغه موسسې خبرداری ورکړ د نتانیاهو له نیولو پرته د هیګ د نړیوالې جنايي محکمې غړیو هیوادونو ته د هغه سفر به صهیونیسټ رژيم د جنایتونو د ترسره کولو دوام ته وهڅوي.
د صهیونیسټ رژيم دفتر وویل ټاکل شوي ده چې بنیامین نتانیاهو سبا د څلور ورځني رسمي سفر لپاره هنګري ته ورشي او هلته له ولسمشر «ویکټور اوربان» سره کتنه وکړي.
د هنګري ولسمشر د تیر میلادي کال په نوامبر میاشت کښې هم په غزې تړانګه کښې د جنګي جنایتونو د ترسره کولو په تور د اسرائیلو د لومړي وزیر نتانیاهو د نیولو په هکله د هیګ د نړیوالې جنايي محکمې فیصله رد کړي وه او هغه ته یې د سفر بلنه ورکړي وه.
هنګري هیواد په اروپايي اتحادیې او ناټو تړون کښې د صهیونیسټ رژیم یو متحد دی.