-
د ایران تیلي صادرات بندېدونکي نه دي
Mar 16, 2025 03:46پارس ټوډې - د ایران د حکومت ویاندې د تیلو پر وزیر د بندیز په غبرګون کې، پر دې په ټینګار سره چې د ایران تیلي صادرات بندېدونکي نه دي، ولیکل: که چېرې پخواني تحریمونه ګټور وو، نو نويو تحریمونو ته اړتیا نه وه.
-
د سوریې په ساحل کې ۱۵۰۰ ملکیان وژل شوي دي
Mar 16, 2025 03:06پارس ټوډې - د سوریې د بشري حقونو څارونکي سازمان ویلي چې د سوریې په ساحلي سیمه کې په تاوتریخوالي کې ۱۵۰۰ ملکیان وژل شوي دي.
-
په بیت لاهیا کې وژنه د جنګي جنایت یوه بېلګه ده
Mar 16, 2025 03:03پارس ټوډې - د فلسطین جهاد اسلامي غورځنګ په بیت لاهیا کې د صهیونیسټي رژیم د وژنې په غبرګون کې، دا یې یو جنګي جنایت وباله.
-
ایرانۍ میرمنې یو ډیر عادلانه راتلونکی جوړولو ته هوډمنې دي
Mar 15, 2025 10:28په ملګرو ملتونو کې د ایران د دفتر مرستیالې او سفیر ې د ښځو د وضعیت په اړه د کمیسیون په غونډه کې وویل: "په داسې حال کې چې ځینې بهرني هیوادونه هڅه کوي د فشار له لارې د ایراني میرمنو حقوق کمزوري کړي، دوی د ځان او خپلو ټولنو لپاره د یو عادلانه راتلونکي جوړولو لپاره هوډمنې دي.
-
له اسلامه ویرنه د اسرائیلي رژیم د اشغالګرۍ او جنایتونو لپاره د توجیه وسیله ده
Mar 15, 2025 03:56پارس ټوډې - په ملګرو ملتونو کې د ایران د اسلامي جمهوريت سفیر او دایمي استازي امیر سعید ایرواني، د مسلمانانو پر وړاندې د کرکې د زیاتیدونکي بهیر په غندلو سره وویل چې له اسلامه ویرنه د اسرائیلي رژیم د اشغالګرۍ او جنایتونو لپاره د توجیه وسیله ده.
-
چین د ایران ضد د ماشې میکانزم د کارولو په اړه لوېدیځ ته خبرداری ورکړ
Mar 15, 2025 03:46پارس ټوډې - د چین د بهرنیو چارو وزیر د ایران ضد د ماشې میکانزم د کارولو د عواقبو په اړه لوېدیځ ته خبرداری ورکړ او وویل چې داسې اقدام له تهران سره اټومي تړون ته د رسېدو لپاره د کلونو ډیپلوماتیکو هڅو پایله له منځه وړي.
-
د لبنان د خاورې یوه ټوټه هم نه پرېږدو
Mar 15, 2025 03:37پارس ټوډې - د لبنان د پارلمان مشر وویل: هر څومره چې فشارونه وي، د دې هېواد د خاورې یوه ټوټه به هم پرې نه ږدو.
-
د عراق او سوریې لپاره د داعش ډلې مشر ووژل شو
Mar 15, 2025 03:05پارس ټوډې - د عراق لومړی وزیر محمد شیاع السوډاني وايي چې په ابو خدیجه مشهور د عراق او سوریې لپاره د داعش ډلې مشر عبدالله مکي مصلحالرفیعي د دغه هېواد د امنیتي ځواکونو لهخوا وژل شوی دی.
-
صیهونیسټي پوځ د لویدیځې غاړې په مختلفو سیمو کې بریدونو ته دوام ورکوي.
Mar 14, 2025 12:56د پارس ټوډې د مهر خبري اژانس په حواله وایی ، د صهیونیسټي میشت ځایونو یوې ډلې د لویدیځې غاړې په شمال کې د نابلس ولایت د خیربت المراجیم په کلي برید وکړ او د شپږو فلسطینیانو کورونه او یو موټر یې وسوځول.
-
امریکایان په عمل کې بایکاټ او په خبرو کې د مزاکراتو غوښتنه کوي
Mar 14, 2025 12:47د تهران د جمعې لمانځه خطیب د امریکایي مشرانو متضاد چلند ته په اشارې سره ټینګار وکړ: د اسلام جبهه د استکبار د ډیر غوښتنو په وړاندې دریدلی او مقاومت کوي.