-
د امنیت د ټینګښت لپاره له عراق سره سلامشوره اړینه ده
Feb 17, 2025 07:27پارس ټوډې - د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت سیاسي مرستیال مجید تخت روانچي د دې په بیان سره چې له عراق څخه لیدنه د دواړو هېوادونو د منظمو سیاسي مشورو په چوکاټ کې ده وویل: د امنیت د ټینګولو لپاره له بغداد سره سلامشوره اړینه ده.
-
د ایران د هوايي چلند ادارې مشر: لبنان ته الوتنې تر سبا وځنډول شوې
Feb 17, 2025 04:01د ایران د ملکي هوايي چلند ادارې مشر وویل: "د بیروت په هوايي ډګر کې د امنیتي ستونزو له امله، لبنان ته الوتنې د فبروري تر ۱۸مې پورې ځنډول شوي دي.
-
په سیمه کې امنیت په افغانستان کې د ثبات او امنیت له زیاتوالي سره تړاو لري
Feb 17, 2025 03:58زمونږ خبریال د ایرنا په حواله لیکلي، په تاجکستان کې د ایران پخواني سفیر سید رسول موسوي په تهران کې د ایران، افغانستان او روسیې د مفکرینو په دویمه غونډه کې وویل چې د افغان طالبانو د حکومت په اړه هیڅ نړیواله اجماع نشته، او زیاته یې کړه چې له افغانستان څخه بهر د بندیزونو لاندې د طالب وزیرانو د سفرونو او په قزاقستان او قرغزستان کې د ترهګرو ډلو له لیست څخه د طالبانو د لرې کولو سره، په افغانستان کې د داعش، القاعدې او نورو ترهګرو ډلو شتون تایید شوی دی.
-
اسلامي نړۍ باید په کلکه د فلسطین ملاتړ وکړي
Feb 17, 2025 03:57د ایران د بهرنیو چارو وزیر د فلسطین د له منځه وړلو لپاره د امریکا او صهیونیسټ رژیم له ګډ پلان سره د مقابلې لپاره د اسلامي همکاریو د سازمان د جدي حرکت لپاره د عربي او اسلامي هیوادونو د ملاتړ یادونه وکړه،او ویې ویل: "اسلامي نړۍ باید په کلکه د فلسطین ملاتړ وکړي."
-
د ایران د کرمان ولایت د حملې عوامل په پاکستان کښې نیول شوي وو
Feb 16, 2025 12:24ایرنا خبري اژانس راپور راکړی په اسیا او منځني ختیځ کښې د ترهګرو ډلو د خوځښتونو په هکله د ملګروملتونو د امنیت شورا په نوي راپور کښې ویل شوي دي
-
د امریکا د ولسمشر مرستیال د جرمني چارواکي غصه کړي
Feb 16, 2025 11:14ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د جرمني په «مونیخ» امنیتي کانفرنس کښې د امریکا د ولسمشر ټرامپ د مرستیال «جي ډي ونس» څرګندونو او د اروپايي هیوادونو په اقداماتو باندې د هغه نیوکې د جرمني د سیاستوالانو په شمول د اروپا د چارواکو غصه راپارولي ده.
-
د ایران سواحل له نړیوال اقتصاد سره د ګنډل کیدا دروازې دي
Feb 16, 2025 10:59ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د ایران سواحل له نړیوال اقتصاد سره د اتصال دروازې وبللې.
-
اسرائیلو د فلسطین په غزې کښې درې پولیس شهیدان کړل
Feb 16, 2025 10:19زمونږ خبریال راپور راکړی د فلسطین د کورنیو چارو وزارت په یوې بیانیې کښېی وویل د غزې تړانګې په رفح سیمه کښې د اسرائیلو په هوايي برید کښې درې پولیسو شهیدان شوي او دغه کار یې د جنورۍ د میاشتې په نولسمه نیټه د ماتیدونکي اوربند خلاف ورزۍ وبلله.
-
امریکايي او روسي چارواکي په سعودي عربستان کې د اوکراین جګړې د پای ته رسولو لپاره سره ګوري
Feb 16, 2025 09:15زمونږ خبریال راپور راکړی چې امریکايي او روسي چارواکي په راتلونکو ورځو کې په سعودي عربستان کې سره ګوري څو د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره خبرې پیل کړي.
-
امریکا او صهیونیسټ رژيم ولې په لبنان کښې د کړکیچ رامینځته کولو ته دوام ورکوي؟
Feb 16, 2025 08:59صهیونیسټ رژیم او امریکا په سیمه کښې د بې ثباتۍ په هدف سره په لبنان کښې د تاوتریخوالي او د کړکیچ رامینځته کولو ته دوام ورکوي.