حماس غورځنګ د فلسطین د غزې تړانګې واکمن دی
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د عربي نړۍ مشهور شاند «عبدالباري عطوان» د فلسطین د مقاومت د کړچار د قدرونې په ترڅ کښې ویل چې حماس غورځنګ هماغه راز د غزې تړانګې واکمن دی او اولنی او اخري خبره کوي او د ولس ملاتړ لري.
مشهور عرب شناند عبدالباري عطوان د غزې تړانګې د اوربند لومړۍ مرحلې ته په اشارې سره وویل په ډاډ سره ویلی شم چې په غزې تړانګه کښې د فلسطین مقاومت ډلې حماس او د خبرو اترو په بهیر کښې د هغه له معجزې ډک مدیریت د دغه پړاو ګټونکی و او وتوانید چې تراوسه د صهیونیسټ نیواکګر رژيم له زندانونو اولس سوه فلسطیني بندیان خوشي کړي چې اکثره یې په عمر قید محکوم وو.
هغه وویل تراوسه د بندیانو د مبادلې اوه عملیاتو دغه خبره څرګنده کړه چې حماس غورځنګ هماغه راز د غزې تړانګې واکمن دی او دغه غورځنګ لومړی او اخري خبره کوي او خلک یې هم ملاتړ کوي.
دغه سیاسي شناند د فلسطین د مقاومت غورځنګ حماس لخوا د بندیانو د تبادلې بهیر او د زندانیانو د سپارلو د کار د بندولو لپاره د صهیونیسټ رژيم د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو ټینګار ته اشاره وکړه او د هغه غوښتنه یې په سیاسي او رسندوي ماتي د اعتراف کولو ته ورته وبلله.