پېښې
  • په الاقصی جومات تیری د تاوتریخوالو د زیاتولو لپاره دی

    په الاقصی جومات تیری د تاوتریخوالو د زیاتولو لپاره دی

    Aug 14, 2024 11:59

    ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اسلامي جمهوریت د خارجه وزارت سرپرست علي باقري کني په الاقصی جومات باندې د اسرائیلو د جعلي رژیم د کابینې د ځینو وزیرانو او د صهیونیسټ ښارګي میشته تیری په سیمه کښې د بې ثباتۍ او د تاوتریخوالي د زیاتولو لپاره لمسونکی اقدام وباله.

  • د غزې د جنګ په هکله د امنیت شورا غونډه، له امریکې سره د نړیوالې ټولنې ټکر

    د غزې د جنګ په هکله د امنیت شورا غونډه، له امریکې سره د نړیوالې ټولنې ټکر

    Aug 14, 2024 10:55

    د ملګرو ملتو امنیت شورا پرون (سه شنبه) د صهیونیسټي رژیم له خوا په غزې تړانګه کښې په التابعین ښوونځي باندې د حملې په کله غونډه وکړه او زیاتره غړو یې د دغه رژيم په غندلو سره، په غزې کښې سمدستي د اوربند په ټینګیدو ټینګار وکړ. په داسې حال کښې چې زیاتره هیوادونو حتی اروپايي هیوادونو هم د اسرائیلو په وړاندې انتقاي دریځ غوره کړ خو امریکې د التابعین ښوونځي په وژلې باندې د ظاهري خواشینۍ په ښودلو سره، لاهم له تل ابیب څخه په ملاتړ ټینګار وکړ.

  •  د حزب ا... مبارزانو د نیواکي فلسطین په شمالی برخې بیا د توغندیو غورا جوړه کړه

     د حزب ا... مبارزانو د نیواکي فلسطین په شمالی برخې بیا د توغندیو غورا جوړه کړه

    Aug 14, 2024 03:00

    ایرنا خبری آژانس راپور ورکړیو  نن سهار وختي یو ځل بیا د نیواکي فلسطین په شمال  له لبنانه  په لسګونو توغندي ویشتل شوي  او ډیری برخې ئې په تورو لوخَړو کې پټې کړي دي.

  • د وحشی صهیونیستي رژيم  هدف په غزې کې قومي نسل وژنه ده

    د وحشی صهیونیستي رژيم  هدف په غزې کې قومي نسل وژنه ده

    Aug 14, 2024 02:54

    د  ایران د اسلامی شورا مشر محمد باقر قالیباف  په یولړ څرګندونو کې ووئیل، د فلسطین دغزې ښار په التابعیّن مدرسې  په حملې کې د صهیونیسټي رژیم  وحشتناک جنایت  په غزې تړانګې کې د قومي نسل وژنې  لپاره ددغه  وحشي او جنایتکار رژيم  دشیطاني  هوډ ښودنه ده.

  • صهیونیسټي رژيم په سیمې کې د امریکا او لویدیځ د سیاست دوام دی

    صهیونیسټي رژيم په سیمې کې د امریکا او لویدیځ د سیاست دوام دی

    Aug 14, 2024 01:42

    د ایران د اسلامی جمهوریت  د خارجه وزارت سرپرست ووئيل، صهیونیسټ رژيم یو خپلواکه  موجودیّت ن ه لري ،بلکې  په سیمې کې  یوه داسې سرطاني دانه ده چې  په سیمې کې د  امریکا او لویدیځّ د سیاست د وام حسابیږي.

  • ایران د خپل حاکمیت او ملي امنیت په دفاع کښې جدي او هوډمن دی

    ایران د خپل حاکمیت او ملي امنیت په دفاع کښې جدي او هوډمن دی

    Aug 13, 2024 10:21

    د ایران د خارجه وزارت ویاند ټینګار وکړ چې د ایران اسلامي جمهوریت د خپلې واکمنۍ او ملي امنیت په دفاع او هم په سیمه کښې د پایداره ثبات په ټینګښت کښې مرستې او په سیمه کښې د ناامنۍ او ترهګرۍ د اصلي سرچینې په وړاندې د دفاعي توان برابرولو ته پوره هوډمن او جدي دی او د خپلو پیژندل شویو حقوقو په کارولو کښې له هیڅ چا اجازه نه غواړي.

  • له اسرائیلو د لویدیځو هیوادونو ملاتړ د سیمې او نړۍ امنیت په خطر کښې اچولی دی

    له اسرائیلو د لویدیځو هیوادونو ملاتړ د سیمې او نړۍ امنیت په خطر کښې اچولی دی

    Aug 13, 2024 09:37

    د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر وویل: د صهیونیسټي رژیم د بې مخینې او انساني ضده جنایتونو په وړاندې د نړیوالې ټولنې چپتیا او له دغه رژیم څخه د ځینو لویدیځو هیوادونو ملاتړ، د نړیوالو اصولو یو مخالف او د جنایتونو دوام ته هڅونکی اقدام او په سیمه او نړۍ کښې د صلحې او امنیت لپاره ګواښ دی.

  • چین د ملي امنیت او د دفاع په زمینه کښې د ایران ملاتړ وکړ

    چین د ملي امنیت او د دفاع په زمینه کښې د ایران ملاتړ وکړ

    Aug 13, 2024 01:47

    رویټرز خبري اژانس راپور راکړی د چین د بهرنیو چارو وزیر «وانګ یي» وویل پیکینګ د خپلې واکمنۍ ، امنیت او د ملي عزت په دفاع کښې د تهران ملاتړ کوي.

  • امریکا د بنګلادیش د حکومت په نسکورولو کښې لاس درلود

    امریکا د بنګلادیش د حکومت په نسکورولو کښې لاس درلود

    Aug 13, 2024 01:35

    ایسنا خبري اژانس راپور راکړی د بنګلادیش استعفا شوي لومړۍ وزیرې شیخ حسینه واجد د هیواد په وروستیو اعتراضونو کښې چې د حکومت د نسکوریدا سبب شول د امریکا د رول د لرلو خبر ورکړ.