-
د یمن په حکومت کښې بدلون راوستل شو
Aug 13, 2024 01:05ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د یمن د لوړې سیاسي شورا مشر مهدي محمد المشاط په یوه حکم کښې د دغه هیواد د چارو د پرمخ وړونکي حکومت غړي بدل کړل او د بدلون او د رغونې د حکومت د جوړولو حکم یې ورکړ.
-
اسرائیل موافقې ته د رسیدا ستر خنډ دی
Aug 13, 2024 00:51ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د صهیونیسټ رژيم د جنګ وزیر «یواو ګالانټ» په رسمي څرګندونو کښې ومنله چې دغه رژیم د فلسطین له مقاومت ډلو سره د بندیانو په تبادلې او د اوربند د موافقې په لاسلیک کول کښې د ځنډ عامل دی.
-
ایران تیریګر رژیم ته د ځواب د ورکولو حق لري
Aug 13, 2024 00:31ایسنا خبري اژانس راپور راکړی د اسلامي ایران ولسمشر مسعود پزشکیان له جنګ څخه په ډډه کولو او د نړیوالې سولې او د امنیت په پیاوړي کولو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت په اصولي دریځونو باندې ټینګار سره وویل د ټولو نړیوالو مقرراتو او اوصولو پراساس د هر هیواد لپاره چې تیری ورباندې شوی دی تیریګر ته د ځواب د ورکولو او د دفاع حق خوندي دی.
-
دریو اروپايي هیوادونو د خبرو اترو د له سره پیلیدا غوښتنه وکړه
Aug 12, 2024 10:29زمونږ خبریال راپور راکړی بریتانیا ، فرانسې او جرمني چې د فلسطین د بې ګناه خلکو پرضد د اسرائیلو رژیم ستر ملاتړي دي وویل چې دوې په غزې تړانګه کښې د اوربند په هکله د موافقې او د یرغمل شویو کسانو د خوشي کیدا په لور د قطر، د مصر او د امریکا لخوا د ترسره کیدونکو هڅو هرکلی کوي.
-
دریو اروپايي هیوادونو له ایران وغوښتل په اسرائیلو برید مه کوي
Aug 12, 2024 09:14ایرنا خبري اژانس راپور راکړی انګلستان ، جرمني او فرانسې نن په یوې ګډې بیانیې کښې له ایران څخه وغوښتل چې په صهیونیسټ رژیم باندې له حملې کولو چې د دغو دریو هیوادونو په ګومان د تاوتریخوالو د زیاتیدا او د اوربند د امکان د له مینځه تلو سبب کیږي ډډه وکړي.
-
د لویدیځ دوه ګوڼه معیارونه د صهیونیسټ رژيم د سپین سترګي توب د زیاتیدا عامل:-
Aug 12, 2024 08:44د اسلامي ایران ولسمشر «مسعود پزشکیان» وویل د لویدیځو هیوادونو دوه ګوڼه معیارونه په سیمه او نیواکي ټاټوبي کښې د صهیونیسټ رژيم د سپین سترګي توب د زیاتیدا سبب شوي دي.
-
اسرائیل د مقاومت د چورلیز له حملې څخه په ویره کښې دی
Aug 12, 2024 08:05ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د شهید اسماعیل هنیه له ټرور وروسته صهیونیسټ رژیم د مقاومت د چورلیز د سختې غچ اخیستونکي حملې له پایلو د ویریدا په وجه د خپل هوايي ځواک تیارسی تمدید کړ.
-
حماس غورځنګ د اسرائیلي عسکر د وژلو مسوولیت پرغاړه واخیست
Aug 12, 2024 07:54ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د فلسطین د حماس غورځنګ پوځي څانګې القسام غونډ په یوې بیانیې کښې د لویدیځې غاړې په شمال کښې د اردن په غور سیمه کښې د ډزو چې یو صهیونیسټ عسکر پکښې ووژل شو مسوولیت پرغاړه واخیست.
-
حماس غورځنګ د اوربند د موافقې د اجرا کیدا غوښتنه وکړه
Aug 12, 2024 07:26زمونږ خبریال راپور راکړی د فلسطین حماس غورځنګ د غزې په مینځګړو باندې غږ وکړ چې د نورو خبرو اترو د ترسره کولو پرځاې د امریکا د ولسمشر جوبایډن لخوا د اوربند پلان اجرا کړي.
-
اوکراین د اروپا په تر ټولو سترې اټومي بټۍ برید کړی
Aug 12, 2024 07:00زمونږ خبریال راپور راکړی په زاپروژیا اټومي بټۍ باندې د اوکراین د پوځیانو له حملې وروسته د دغه بټۍ په سړونکي برج کښې اورلګیدلی.