د یمن په حکومت کښې بدلون راوستل شو
(last modified Tue, 13 Aug 2024 00:05:24 GMT )
Aug 13, 2024 04:35 Asia/Kabul
  • د یمن په حکومت کښې بدلون راوستل شو

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د یمن د لوړې سیاسي شورا مشر مهدي محمد المشاط په یوه حکم کښې د دغه هیواد د چارو د پرمخ وړونکي حکومت غړي بدل کړل او د بدلون او د رغونې د حکومت د جوړولو حکم یې ورکړ.

د یمن د بدلون او د رغونې په حکومت کښې احمد غالب ناصر الرهوي د لومړي وزیر په توګه شتون لري.

الرهوي له دې مخکې د یمن د لوړې سیاسي شورا غړی و.

له الرهوي مخکې عبدالعزیز بن حبتور د یمن لومړی وزیر و.

المشاط دغه راز په یوه حکم کښې عبدالعزیز بن حبتور چې د یمن د ملي ژغورنې د حکومت پخوانی لومړی وزیر و  د یمن د لوړې شورا  سیاسي شورا د نوي غړي په توګه وټاکه.

د یمن په نوي حکومت کښې علامه محمد احمد مفتاح د لومړي وزیر د لومړي مرستیال په توګه شتون لري.

د یمن په نوي حکومت کښې جمال احمد علي عامر د خارجه او د مهاجرت د وزیر په توګه وټاکل شو او هغه د هشام شرف عبدالله ځای ناستی شو.

د ویلو ده چې د یمن نور ډیر سیاسي او پوځي چارواکي هم بدل رابدل کړی شوي دي او په پراخه سویه په حکومت کښې بدلون راوستل شوی دی.

مخکې د یمن لوړې سیاسي شورا د تیر هجري لمریز کال د تلې د میاشتې په لومړۍنیټه د عبدالعزیز بن حبتور په مشرۍ د چارو د پرمخ وړونکي حکومت ړنګیدل اعلان کړي وو.

 

ټیګونه