-
پاکستان د اسرائیلو د تیلي بایکاټ غوښتنه وکړه
Aug 08, 2024 09:31ایرنا خبري اژانس راپور ورکړی د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر سناتور محمد اسحاق ډار د اسلامي ملګرتیا موسسې د غړیو لخوا د صهیونیسټ رژيم د تیلي او د تجارتي بایکاټ غوښتنه وکړه.
-
د جدې غونډه د ایران د جایزې دفاع حقه ملاتړ :-
Aug 08, 2024 09:11د عربستان په جده کښې د اسلامي هیوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو د کمیټۍ له غونډې وروسته ایران په تهران کښې د اسماعیل هنیه د ټرور په مقابل کښې د خپلې جایزې دفاع د حق د پرځایښت لپاره له ډیر قوي ملاتړ څخه برخمن شوی دی.
-
د هنیه شهیدول د ایران د ملي واکمنۍ ښکاره خلاف ورزۍ ده
Aug 08, 2024 08:00ایسنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو د وزارت سرپرست په تهران کښې د فلسطین د حماس غورځنګ د سیاسي دفتر د مشر شهید اسماعیل هنیه ټرور د ایران د ملي واکمنۍ او ځمکنۍ بشپړتیا ښکاره تیری وباله.
-
له فلسطیني بندیانو سره غیر انساني چلند جنګي جنایت دی
Aug 08, 2024 07:46ایرنا خبري اژانس راپور راکړی په فلسطین کښې د ملګروملتونو د بشري حقوقو راپورټرې میرمن «فرانسچکا البانیز» له فلسطیني بندیانو سره د صهیونیسټ رژيم غیر انساني کړچار جنګي جنایت اعلان کړ.
-
اروپا کښې د فلسطین د خلکو د ملاتړ دوه ویشت زره مظاهرې شوي
Aug 08, 2024 07:23ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د اروپا او د فلسطین د رسنیو مرکز نن سهار په یوه راپور کښې د فلسطین د خلکو او د غزې تړانګې د ملاتړ لپاره په اروپايي هیوادونو کښې د دوه ویشت زره مظاهرو د ترسره کیدا خبر ورکړ.
-
ایران غزې کښې په اوربند او د تیریو په مخنیوي ټینګار وکړ
Aug 08, 2024 07:05زمونږ خبریال راپور راکړی په ملګروملتونو کښې د ایران نمایندګۍ وویل د ایران اسلامي جمهوریت په یووخت په دوو لومړیتونو یعني په غزې تړانګه کښې د اوربند په ټینګیدا او له غزې څخه د نیواکګرانو په وتلو او دغه راز د صهیونیسټ رژیم د تیریګرانو په سزا کولو ټینګار لري.
-
ترکیه د هاګ له محکمې سره د اسراییل په وړاندې د غزې د نسل وژنې د قضیې په تړاو یو ځای شوه
Aug 08, 2024 03:08ترکیې د چهارشنبې په ورځ په رسمي ډول هاګ ته د اسراییل په وړاندې د نسل وژنې په قضیه کې د سویلي افریقا شکایت کې د ګډون غوښتنه وکړه.
-
د ایران د ښځو د والیبال ملي لوبډلې په منځنۍ اسیا کې دریم مقام خپل کړ
Aug 08, 2024 02:59د ایران د ښځو د والیبال ملي لوبډلې سریلانکا ته په ماتې ورکولو سره د مرکزي اسیا د ښځو د والیبال د ملتونو په لیګ کې دریم مقام خپل کړ.
-
باقري: اسلامي هېوادونه باید د صهیونیسټ رژیم تجاوز ته د ځواب ویلو په موخه د ایران ملاتړ وکړي
Aug 08, 2024 02:55د ایران د بهرنیو چارو سرپرست وزیر په جده کې د اسلامي همکاریو د سازمان له سرمنشي سره په کتنه کې ویلي: تمه ده اسلامي هېوادونه به د اسرائیلو د تیریو په قانوني او مناسب ځواب کې د ایران د ذاتي او مشروع حق ملاتړ وکړي.
-
پزشکیان: لویدیځوال باید د صهیونیسټانو له ملاتړه لاس واخلي
Aug 08, 2024 02:54د ایران اسلامي جمهوریت ولسمشر وایي، د صهیونیسټ رژیم جنایت ته د مناسب ځواب ورکولو حق د ایران سره محفوظ دی او زیاته کړې: که لویدیځوال په سیمه کې د نا امنۍ د مخنیوي په لټه کې دي، نو باید د صهیونیسټانو له ملاتړ څخه په سمدستي توګه لاس واخلي.