-
د ایران حملې اسرائیل په ټپه درولی دی
Aug 06, 2024 02:27ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د صهیونیسټ رژیم رسنیو نن سهار راپور ورکړ د ایران د غچ اخیستونکي حملې انتظار د صهیونیسټ رژیم د چارواکو او د نیواکي فلسطین د خلکو ژوند ګډوډ کړی دی.
-
اسرائیلو اتیا فلسطیني دړې وړې شوي مړي وسپارل
Aug 06, 2024 02:11مهر خبري اژانس راپور راکړی د فلسطین اسلامي مقاومت غورځنګ حماس وویل د څه د پاسه اتیا فلسطیني مړیو په سپارلو کښې چې په کامل ډول له مینځه تللي وو د صهیونیسټ رژیم اقدام د دغه رژيم د جنایتونو بې مخینې سویې ښودنه کوي.
-
د اسرائیلو د شرارتونو په هکله چپتیا د سیمې په تاوان ده
Aug 06, 2024 01:57زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو د وزارت سرپرست« علي باقري کني» وویل د صهیونیسټ رژیم د شرارتونو د زیاتیدا په وړاندې چپتیا د سیمې د سولې او د ثبات په تاوان ده او هغه یو ډول نیواکګرانو ته د انعام ورکول دي.
-
د ایران او د روسیې د ملي امنیت چارواکو کتنه وکړه
Aug 06, 2024 01:42ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران او د روسیې د ملي امنیت د لوړې شورا سیکرټرانو د دوه اړخیزه دلچپسۍ وړ مسائیلو په هکله کتنه او خبرې وکړې.
-
د ایران او د مقاومت ډلو ایډیل د اسلام د بیرغ لوړتیا ده
Aug 06, 2024 01:26زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د خارجه وزارت سرپرست علي باقري کني وویل د مقاومت ډلو او د ایران د اسلامي جمهوریت ایډیل د اسلام د بیرغ لوړول دي.
-
اسرائیل د ایران د برید په هکله اطلاع نلري
Aug 06, 2024 01:15ایرنا خبري اژانس د الجزیرې ټیلي ويژن په قول راپور راکړی د صهیونیسټ رژيم سرچینو نن سهار وویل چې د اسرائیلو پرضد د ایران د اسلامي جمهوریت د غچ اخیستونکي حملې د وخت په هکله هیڅ اطلاع نلرو.
-
اسرائیلو ادعا وکړه چې د حملې پیغام مو ترلاسه کړی
Aug 06, 2024 01:04ایرنا خبري اژانس د فلسطین د سما خبري اژانس په قول وویل د صهیونیسټ رژيم رسنیو نن سهار ادعا وکړه چې ایران د هنګري هیواد له لارې د اسرائیلو رژیم پرضد د خپلې غچ اخیستونکي حملې په هکله پیغام استولی دی.
-
په عراق کښې د امریکا په اډې بیا برید شوی
Aug 06, 2024 00:48ایرنا خبري اژانس راپور راکړی خبري سرچینو نن سهار بیا د عراق په لویدیځ کښې په عین الاسد اډې باندې د برید خبر ورکړ.
-
د بنګلدېش لومړۍ وزیرې له دندې استعفا ورکړه
Aug 05, 2024 12:56را پورونه وایي، چې د بنګلدېش لومړۍ وزیرې شیخ حسینه له خپلې دندې استعفا ورکړه او دغه هېواد یې پرېښودلی دی.
-
د ایران او اردون بهرنیو چارو وزیرانو لیدنه کړې
Aug 05, 2024 12:46د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر په تهران کې له خپل اردني سیال ایمن الصفدي سره په کتنه کې وویل صهیونیستي رژیم باید د ایران د سخت ځواب انتظار وکړي.