په عراق کښې د امریکا په اډې بیا برید شوی
https://parstoday.ir/ps/news/event-i151014-په_عراق_کښې_د_امریکا_په_اډې_بیا_برید_شوی
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی خبري سرچینو نن سهار بیا د عراق په لویدیځ کښې په عین الاسد اډې باندې د برید خبر ورکړ.
(last modified 2024-08-05T20:21:37+00:00 )
Aug 06, 2024 00:48 Asia/Kabul
  • په عراق کښې د امریکا په اډې بیا برید شوی

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی خبري سرچینو نن سهار بیا د عراق په لویدیځ کښې په عین الاسد اډې باندې د برید خبر ورکړ.

د عراق المعلومه سایټ وویل خبرونه د عراق په عین الاسد اډې کښې د امریکا په عسکرو باندې د بیا حملې ښودنه کوي.

راپورونه وايي له عین الاسد اډې د امریکا د ژوبلو پوځيانو د انتقالولو لپاره د یوې پوځي الوتکې له الوت سره په یووخت په دغه پوځي اډې باندې یو ځل بیا برید وشو.

رویټرز خبري اژانس هم راپور ورکړ چې په عین الاسد اډې باندې برید کښې د امریکا کابو پینځه پوځيان ژوبل شوي چې یو پکښې مرګي حاله دی.

دا په داسې حال کښې دي چې د صهیونیسټ رژیم ځینې سرچینې د عراق په لویدیځ کښې په عین الاسد اډې باندې حملې کښې د امریکا د دوو پوځيانو د وژل کیدا خبر ورکوي.

مخکې د امریکا دفاع وزارت پینټاګان ویلي وو چې په عین الاسد اډې باندې د تیرې دوشنبې شپې په توغندوي برید کښې د  واشنګټن یوشمیر پوځیان ژوبل شوي وو.