-
د مقاومت د قوماندانانو ترور ته کلک ځواب قطعي دی
Aug 02, 2024 03:02د لبنان د حزب ا... ولسی غورځنګ عمومی منشي ددې خبرې په کولو سره چې د مقاومتي چورلیز د قوماندانانو ترور ته ځواب قطعي دی ، ټينګار وکړ، د ایران اسلامی جمهوریت اولبنان به د وحشي صهیونیسټانو د جنایتون وپه وړاندې چُپتیا ونه کړي.
-
د ایران مرستیال ولسمشر قطر ته لاړ
Aug 02, 2024 10:11د ایران د اسلامي جمهوریت وړومبې مرستیال خاورو ته د اسماعیل هنیه د سپارلو په دستورو کښې د ګډون په موخه قطر ته تلی دی.
-
د شهید اسماعیل هنیّه د ترور جنایت ځیني عرب هیوادونه رسوا کړل
Aug 02, 2024 02:58د یمن دانصار ا... غورځنګ رهبر ووئیل، د اسماعیل هنیّه د ترور او ټارګټ کولو جنایت، اروپائي هیوادونه او ځیي عرب هیوادونه چې حتی د محکوم کولو ترحده دریځ ئې هم غوره کړی نه دی ،رسوا کړل.
-
صهیونیسټي رژیم د سیمې صلحه او امنیت په خطر کښې اچولی دی.
Aug 02, 2024 09:40د ایران د خارجه وزارت سرپرست وویل: صهیونیسټي رژیم سیمه ایزه او نړیواله صلحه او امنیت په جدي توګه له خطر سره مخامخ کړي دي.
-
د هنیه د ترور په اړه د امنیت شورا غونډه
Aug 01, 2024 12:31په ملګرو ملتو کښې د ایران د اسلامی جمهوریت سفیر او دایمی استازی د امنیت شورا په غونډه کښې د اسماعیل هنیه د ترور په باره کښې ټینګار وکړ چې د اسرائیلو د ستراتیژیک ملګری اوپه سیمه کې د اسرائیلو د رژیم د اصلی ملاتړی په توګه د امریکامسوولیت په دې بوږنونکی جنایت کې باید له پامه ونه غورځول شي ځکه چې دا اقدام د امریکا د استخباراتو له اجازې او ملاتړ پرته نه شو ترسره کیدلې .
-
د پاکستان مشرانو جرګې د دولتي ترهګرۍ پر ضد د نړیوال اقدام غوښتنه وکړه
Aug 01, 2024 11:54د پاکستان د مشرانو جرګې مشر د فلسطین د اسلامی مقاومت غورځنګ (حماس) د سیاسی دفتر د مشر شهید اسماعیل هنیه وژنه وغندله او ویې ویل نړیواله ټولنه باید له دولتی ترهه ګرۍ سره د مقابلې لپاره یوه اغیزمنه لارې نقشه جوړه کړی.
-
قالیباف : صهیونیسټ رژیم به د خپل جنایت تاوان ورکړي
Aug 01, 2024 11:09د ایران د اسلامی شورا مشر په تهران کښې د حماس د سیاسی دفتر د مشر د ترور په غبرګون کښې وویل صهیونیسټ رژیم به د ایران په خاوره کښې د حملې سخته بیه ادا کړی.
-
جنرال باقري: د مقاومت د جنګیالیو مبارزه به د اسرائیلو تر نسکوریدو پورې دوام ولري
Aug 01, 2024 04:12د ایران د وسله والو ځواکونو لوی درستیز وايي، له صهیونیسټ رژیم سره مبارزه د پخوا په پرتله په ډیر هوډ سره دوام لري او د اسرائیلو د سرطاني تومور په له مینځه وړلو سره د قدس شریف د آزادولو هدف ته ژمن دی.
-
ایراني: ایران به د اسرایلو د تیري په وړاندې له قاطعانه ځواب ورکولو څخه ډډه ونکړي
Aug 01, 2024 04:11په ملګرو ملتونو کې د ایران سفیر او دایمي استازي د ایران پر ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا باندې د اسرائیلي رژیم د تروریستي او بزدلانه برید او د حماس د سیاسي دفتر د مشر اسماعیل هنیه د شهادت په غندلو سره ویلي: د ایران اسلامي جمهوریت به د ملګرو ملتو د منشور د ۵۱ مادې له مخې د قاطع او سمدستی ځواب لپاره د خپل مشروع دفاع له حقه په استفادې سره هیڅ ډول ډډه ونکړي.
-
په تهران کې نن د شهید هنیه جنازه ادا کیږي
Aug 01, 2024 04:10د ایران د اسلامي تبلیغاتو د همغږۍ شورا په یوې اعلامیې کې ویلي، د حماس د سیاسي غورځنګ د دفتر د شهید شوي مشر اسماعیل هنیه جنازه به نن ۵ شنبه په تهران کې ادا شي.