د ایران مرستیال ولسمشر قطر ته لاړ
(last modified Fri, 02 Aug 2024 09:11:27 GMT )
Aug 02, 2024 13:41 Asia/Kabul
  • د ایران مرستیال ولسمشر قطر ته لاړ

د ایران د اسلامي جمهوریت وړومبې مرستیال خاورو ته د اسماعیل هنیه د سپارلو په دستورو کښې د ګډون په موخه قطر ته تلی دی.

د ایران د اسلامي جمهوریت وړومبې مرستیال خاورو ته د اسماعیل هنیه د سپارلو په دستورو کښې د ګډون په موخه قطر ته تلی دی.

محمد رضا عارف نن جمعه د حماس د سیاسي دفتر د مشر اسماعیل هنیه په جنازې او خاورو ته یې د سپارلو په مراسمو کښې د ګډون لپاره د یو پلاوي په مشرۍ د قطر پلازمینې دوحې ته لاړ.

اسماعیل هنیه وړمه شپه تهران کښې په یو برید کښې سره د خپل ساتونکي شهید شوی و.

پرون پنجشنبه په تهران کښې د اسلامي انقلاب د معظم رهبر حضرت آیت ا... العظمی سید علي خامنه اي په امامت او د لکونو خلکو په ګډون سره  د شهید اسماعیل هنیه پرتمینه جنازه وشوه او بیا خاورو ته د سپارلو لپاره دوحې ته منتقل کړی شو.