-
امریکا او سعودي عربستان د ایف پینځه ډیرش ډوله جنګي الوتکو تړون لاسلیک کوي
Nov 15, 2025 02:10زمونږ خبریال راپور راکړی بلومبرګ وویل چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرامپ او د سعودي عربستان د ولي عهد محمد بن سلمان ترمینځ د ایف شپاړس جنګي الوتکو په هکله زر یوه معامله کیږي.
-
په لویدیځې غاړې کښې په مذهبي ځایونو باندې د اسرائیلي ښارګي میشتو بریدونه د غندنې وړ دي
Nov 15, 2025 02:02زمونږ خبریال راپور راکړی د ملګروملتونو سرمنشي انټونیو ګوټریش د لویدیځې غاړې په «دیر استیا» سیمه کښې د یهودي ښارګي میشته کسانو لخوا په یوه جومات باندې د برید غندنه کړې ده.
-
د امریکا ولسمشر ټرامپ په وینزویلا باندې د حملې لپاره د غور په حال کښې دی
Nov 15, 2025 01:32ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د امریکا یوې رسنۍ د ناپیژاندو چارواکو په قول ادعا وکړه ولسمشر ټرامپ په وینزویلا باندې د حملې لپاره د غور په حال کښې دی او د امریکا پوځیان د ولسمشر د حکم د ترلاسه کولو لپاره د ځانونو د چمتوکولو په حال کښې دي.
-
له ایران سره په دولس ورځني جنګ کښې د اسرائیلو هدفونه پوره شول
Nov 15, 2025 01:01ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو چې نن سبا یې په نیواکي ټاټوبو(اسرائیلو) کښې له محاکمې څخه د تښتیدا لپاره د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرامپ په سپارښتنو زړه خوشحاله کړی دی ادعا وکړه چې له ایران سره په دولس ورځې جنګ کښې د اسرائیلو رژیم هدفونه محقق شوي دي.
-
د ایران اسلامي جمهوریت به هیڅکله ګواښ او زور ته تسلیم نشي
Nov 15, 2025 00:23ایرنا خبري اژانس راپور راکړی په ملګروملتونو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت دائمي استازي او سفیر «امیر سعید ایرواني» ټینګار وکړ: ایران به هیڅکله ګواښ او زور ته تسلیم نشي، زمونږ ځواب یوازې احترام، د قانون پاې بندۍ او برابرۍ ته دی او پوځي تیری او اقتصادي ټروریزم به هیڅکله ایران مجبوره نکړي چې له خپلو جایزو حقوقو تیر شي.
-
د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس د مصوبې تصویبیدل ستره غلطۍ ده
Nov 15, 2025 00:13ایرنا خبري اژانس راپور راکړی په ویانا کښې دیره په نړیوالو ادارو کښې د ایران دائمي نمایندګۍ د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس د واکمنې شورا په راتلونکي غونډې کښې د لویدیځو هیوادونو د سیاسي کارۍ د دوام په هکله خبرداری ورکړ او ډاګینه یې کړه د ایران پرضد د پریکړه لیک تصویبیدل د اسنیب پیک د سازوکار له فعالولو وروسته یوه بله ستره غلطۍ ګڼل کیږي.
-
پوتین د افغانستان د پرمختګ لپاره د سیمه ییزو همکاریو هرکلی وکړ
Nov 14, 2025 02:44په کرملین کې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین او د قزاقستان د ولسمشر قاسم جومارت توقایف ترمنځ د «سترې هراړخیزې ستراتیژیکې همکارۍ او مشارکت سند» په رسمي مراسمو کې لاسلیک شو.
-
ستوري په لمن کې (۵) د حافظ شېرازي ژوند ته کتنه
Nov 11, 2025 11:35د ایران او د نړۍ شاعرانو او ادیبانو په منځ کې، ډېری کسان شته چې له حافظ څخه اغېزمن شوي دي. ګوته، نیچه، راډولف امرسون، ویکتور هوګو، آندره ژید، نوایي او اقبال لاهوري هغه ادیبان دي چې له حافظ او د هغه د آثارو له سبک څخه اغېزمن شوي دي.
-
امریکا چې هر ځاې یې ګټې تامین نشي نو نړیوالې اړیکې څنګ ته کوي
Nov 11, 2025 09:37ایرنا خبري اژانس راپور ورکړ د ایران د قضايي قوې ویاند «اصغر جهانګیر» له صهیونیسټ رژیم څخه د امریکا ملاتړونو ته په اشارې سره وویل: دښمن دوکه ورکونکی دی او له قانون څخه تښتي او هر ځاې یې چې ګټې تامین نشي نو نړیوالې اړیکې او اخلاق څنګ ته کوي.
-
مصر له عربستان سره د اړیکو د ښه کولو لپاره بیړه نلري
Nov 11, 2025 08:39ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د لبنان «الاخبار» ورځپاڼې د سیمه ئیزو موضوعګانو په هکله د مصر او د عربستان د نظر اختلاف ته په اشارې سره ولیکل: قاهره له ریاض سره له ډیرو اختلافاتو لرلو سره سره له سعودي عربستان سره د اړیکو د ترمیمولو لپاره بیړه نلري.