آنروا: غزې ته د مرستو رسېدل په شدت سره محدود شوي
Jan 10, 2026 07:13 Asia/Kabul
فلسطیني بېځایه شويو ته د ملګرو ملتونو د کارموندنې او مرستې رسونې ادارې یا آنروا اعلان کړی چې د صهیونیسټي رژیم د مخنیوي له امله، غزې ته د مرستو رسېدل، په شدت سره محدود شوي دي.
آنروا اعلان کړی چې د صهیونیسټي رژیم پوځ اوس هم د غزې په نیمايي کې ځای پرځای دی او له زېړې کرښې هم تېر شوی دی.
د ملګرو ملتونو اړوند دې بنسټ ویلي چې: غزې ته د بشري مرستو رسېدل او ننوتل د هغې له ډلې د آنروا مرستې یا په شدت سره محدود شوي او یا هم ممنوع دي.
ټیګونه