د انګریز دفاع وزیر د پوتین د تښتولو خوب به پوره نشي
پارسڼوډي – د روسیې یو شمېر چارواکو د بریتانیا د دفاع وزیر په هغو څرګندونو سخت غبرګون وښود چې پکې ئې د ونزوېلا د ولسمشر د تښتولو په څېر د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د برمته کولو هیله څرګنده کړې وه.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویندوئې ماریا زاخارووا د انګریز دفاع وزیر جان هیلي هغه څرګندونې، چې ویئلي ئې وو غواړي د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د ونزوېلا د ولسمشر نیکولاس مادورو د تښتولو په شان وتښتوي، د برېتانوي منحرفو احمقانو یو چټي خیال ئې وباله.
همدارنګه د روسیې د فیډریشن شورا (د پارلمان مشرانو جرګې) د نړیوالو چارو د کمېټې مشر ګریګوري کاراسین وویل: انګریز هیلي باید د خپلو خبرو په اړه ځواب ووائي.
د روسیې د حکومتي دوما غړي ویټالي میلونوف هم د بریتانیا د دفاع وزیر څرګندونې پاروونکې وبللې او ټینګار ئې وکړ چې انګلستان تل د جګړهغوښتونکي هېواد رول لوبولی دی. د هغه په وینا، دا هېواد د هېڅ ډول درناوي وړ نه دی، آن تر دې چې د موجودیت په رسمیت پېژندلو هم نه ارزي.