-
اسلامي ایران تل د فلسطین ملاتړی و او دی
Nov 27, 2023 00:44یرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعاني وویل: د ایران اسلامي جمهوریت په تیرو څلورڅلویښتو کلونو کښې تل د فلسطین اولنی ملاتړی و او دی او په دې هکله یې هر ډول مرستي کړي دي.
-
د غزې په چارو کښې د امریکا لاسوهنه په ماتي محکومه ده
Nov 27, 2023 00:14زمونږ خبریال راپور راکړی د اسلامي ایران ولسمشر سید ابراهیم رئیسي وویل: د غزې تړانګې خلک د حماس په وسیله د جایز ، د قانوني او د دغه سیمې له عمومي رایو څخه د راپورته شوي حکومت په توګه باید د غزې د راتلونکي په هکله فیصله وکړي او امریکا د غزې د خلکو لپاره د فیصلې د ترسره کولو او د لاسوهنې هیڅ ډول حق نلري او په دې زمینه کښې د واشنګټن هر ډول اقدام په ماتي محکوم دی.
-
دایران اوافغانستان مطبوعات
Nov 26, 2023 10:55یوه یهودی لیکوال وویل اسراییل ترهه ګر رژیم او د شرارت سمبول دی .
-
د شیخ مفید (رح) د درنښت ورځ
Nov 26, 2023 10:27د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والوپه دې شیبوکې د لوي متفکر شیخ مفید ددرنښت د ورځې په مناسبت له ځانګړي مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو،هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي.
-
د صهیونیسټي رژيم د زوال نښې څرګندې شوې دي
Nov 26, 2023 10:19د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ مشر قومندان ټینګار کړی چې د صهیونیسټي رژیم د زوال نښې نښانې رابرسیره شوې دي.
-
په تهران کې ۴۴۰ کلنه ودانۍ
Nov 26, 2023 11:32د ایران هېواد پلازمینه تهران ولایت دولسمې ناحیې په پنجده خرداد کوڅه کې د ګلستان ماڼۍ شاوخوا ۴۴۰ کاله تاریخ لري.
-
د فلسطین د خلکو مقاومت صهیونیسټي رژیم د اوربند منلو ته مجبور کړ
Nov 26, 2023 07:56په غزې تړانګې کښې د صهیونیسټي رژیم او د حماس غورځنګ ترمینځ څلور ورځنی اوربند د تیرې جمعې ورځې د سهار له ۷ بجو پیل شوی دی.
-
نن په اسلامي ایران کښې د بسیج د جوړیدو کلیزه ده
Nov 26, 2023 07:40نن یعنې د نومبر ۲۶ نیټه د ایران د اسلامي جمهوریت د بنسټګر حضرت امام خمیني(رح) په حکم د بسیج سازمان د جوړیدو کلیزه ده.
-
د ایران او ترکیې د بهرنیو چارو وزیرانو د فلسطین په تړاو ټلفونې خبرې وکړې
Nov 26, 2023 02:28د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزیر حسین امیرعبداللهیان او د ترکیې د بهرنیو چارو د وزیر هاکان فیدان ترمنځ په ټلفوني خبرو کې، د فلسطین د بدلونونو او ځینو دوه اړخیزو مسائلو په هکله خبرې اترې وشوې.
-
پردي هېوادونه باید له سیمې ووځي
Nov 26, 2023 01:59د ایران د وسله والو ځواکونو د دفاع او ملاتړ وزیر ډګرجنرال محمد رضا آشتیاني وویل: په سیمه کې د امریکې او ځینو اروپایي هېوادونو شتون به د مقاومت د محور په ګډون، د ټولې سیمې له غبرګون سره مخ شي او د دغو پردیو هېوادونو لپاره غوره ده چې له سیمې ووځي او د کړکېچ د رامنځته کولو په لټه کې ونه اوسي.