د شیخ مفید (رح) د درنښت ورځ
د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والوپه دې شیبوکې د لوي متفکر شیخ مفید ددرنښت د ورځې په مناسبت له ځانګړي مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو،هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي.
دوستانو د اهل تشیّع په لویو متفکرانو کې چې په مختلفو پړاؤنو کې ئې ژوند کړی، ډير نابغه او ویاړمن ځلیدلي دي، خو په هغو کې شیخ مفید رحمت ا... علیه ،داسې ځانګړی مقام لري چې له هر اړخه هغه یو ترټولو غوره شخصیّت کوي.
د مسلمانانو په تاټوبو کې ، ظاهرا کوم جنګ نه ؤ، خو خلک پخپلو کې سریه نښتي وو، بد رد به ئې وئيل، یوه بل به ئې واهۀ او سره به ئې وژل کول چې دا رافضي دی او دا فلانی دی او له شریعته خارج دی ، داشافعي دی او بدعت کونکی، او دا حنفي دی او د لعنت حقدار او داسې نوره ډيرې ترینګلتیاوې ئې درلودې.
په همدغو حالاتو او شرائطو کې ؛آل بویه ؛ یو لوي حکومت جوړ کړ. که څه هم دوي تشیَع مکتب ته معتقد وو، خو د وخت ضرورتونو ته په پام سره ئې هڅه کوله ، څو پخپلو حدودو کې له افراط او تفریط لیرې یو ډول سیاسی او اجتماعي انډول او د بیان آزادي واکمنه کړي.. په دغه پړاؤ کې د بیلابیلو علمی نظریو په بیانولو کې له آزادۍ سره سره د اعتقاد او لیدتوګې یوووالی له مینځه تللی ؤ . متفکران، له اخلاقي او فکري انحرافونو سره مخ شوي وواو هرڅوک په یوې ګوشې کې د حقیقت په لور د خلکو د هدایتولو او اجتماع د اصلاح ادعا کوله او ځینو د هندی او یوناني حکمت له لارې او ځینیو نورو هم د عرفان او صوفي ایزم له لارې ا و ځینو نورو هم خپلې لیدتوګې درلودې او یو ډول منخرف مکتبونه ئې تبلیغول. په دغو شرائطو کې ؛شیخ مفید؛یوه لوي پاڅون ته مخه کړه او د اسلامی ویښتیا د غورځنګ د مخکښ په توګه ئې اغیزشیندونکی رول ولوبوۀ.
شیخ مفید ، د 336قمری کال د ذی قعدې د میاشتې په یولسمه نیټه له بغداد سره نزدې په یوې ساحې کې زیږیدلی ؤ. دهغه پلار د پیغمبراکرم (ص) له مبارک وجود سره د دير عشق او مینې په خاطر ئې پر خپل زوي محمد نوم کیښود. محمد له ماشوموالي د اسلامی علومو زده کولو سره ډيره دلچسپي درلوده او په هماغه ماشوموالی کې ئې پخپل زیږنځاي او کورنۍ کې لومړنۍ زده کړې پاي ته ورسولې او د زده کړې د دوام لپاره له خپل پلار سره بغداد ته لاړ او هلته ئې د بغداد د مدرسو له پوهانو او استاذانو څخه عمل اوپوهه ترلاسه کړه څو په علم کلام ،فقې او اصولو کې یو متفکر سرخیل شو
د اهل تسنن په متفکرانو او پوهانو کې د فقې اصول او علم کلام ، ډير زیات ځلید، د بغداد په شاوخوا کې ډير فقیهان او متکلمیّن سره غونډ شول او د عقایدو د اصولو په مختلفو څانګو کې ئې ډير ګرم بحثونه او مناظرې وکړې. البته په شیعیانو کې ، دهغه محدودیّت له امله چې له سیاسي پلوه ئې درلود، دغه علم د کتاب د برابریدا او تالیف مرحلې نور مخکې نه لاړ. د شیخ مفید استاد ؛شیخ صدوق؛د تالیف او تصنیف کې یو ساده سټایل رامینځةکړی ؤ او هغه ئې مخاطبانو ته په ډيره ساده ژبه او آسانې املا کې وړاندې کاوۀ.شیخ مفیدد ا ستاد د مکتب په تعقیبونې کې هڅه وکړه او علم کلام او د فقې د اصولو له اساسه په استفادې سره ئې ، د پر شیعیانو د بحث او استدلال لاره پرانیستله. هغه په فقې او کلام کې له علمی استدلال او برهان څخه داستفادې په ضرورت ټينګار وکړ او هڅه ئې وکړه څو له عقلاني نظره، د فقې ،اصولو، کلام ،تاریخ او تفسیر په حوزو کې دیني تعلمیات بیان کړي. هغه په دې اند ؤ ترڅو چې په عقل د اعتماد وړ رودو سره ثابته نشي ، چې فلانی حدیث د معصوم(ع) څخه صادر شوی دی،په هغه د حدیث استناد نشي کیدلی . همداشان له دې وروسته چې د حدیث ریښتونوالی او اندازه له عقل سره وسنجول شوه. په ورپسې مرحلې کې لازمه ده د حدیث په سم فهم کې هم له عقله مرسته واخستل شي.

شیخ مفید د خلکو فکري اړتیاؤ ته ځانګړی پام کاوۀ. هغه همداراز چې په علمي ټولنو کې ئې ګډون درلود، له مختلفو هیوادونو او ښارونو څخه د خلکو لیکونو او پوښتنو ته ئې ځوابونه ورکول.دغه پوښتنه او ځوابونه د کتابونو او رسالو د برابریدا او تالیف سبب کیدل. پر عادي خلکو سربیره، چې د خپلو دیني دندوڅخه دخبریدا لپاره ئې شیخ مفید ته مراجعه کوله، دهغه وخت نامتو عالمانو هم خپلې علمي اړتیاوې ، ددغه لوي متفکر په محضر کې وړاندې کولې. د شیخ مفید ترټولو مهم فقهي او تاریخی او کلامي کتابونه ، د هغه مهال د لویو پوهانو او عالمانو په غوښتنې سره لیکل شوي دي .
ابن ندیم په ؛الفهرست؛ نومې کتاب کې چې د اسلامی علمي آثارو په پيژندګلوۍ کې یو ترټولو باؤری،مشهور،پخوانۍ او جامع لیسټ دی ، د شیخ مفید په باب رڼا اچوي او وائي ، د مونږ په زمانې کې د متکلماتو مشري شیخ مفید ته رسیږي او له هغه سره هیڅوک دمناظرې وس نه لري، مګر دا چې مغلوب شي او دا ټکی هم د یادونې وړ دی چې شیخ مفید بغدادي ؤ او بغداد په څلورمې او پنځمې قمري پيړۍ کې چې شیخ مفید پکې ژوند کاوۀ،د مختلفو اسلامی بهیرونو د شتون مرکز ؤ.علی القاعده کله کله به د دوی ترمینځ علمی او مذهبی بحثونه کیدل او کار به تر علمی مناظرو ورسید او په دغو مناظرو کې به ټولو اعتراف کاوۀ چې شیخ مفید پر خپلو سیالانو بریالی کید او کار تر هغه ځایه رسید،چې شیخ مفید دوه ځله له بغداده وویستل شو او وروسته بیا دوی په احترام سره بغدادته راوستل شو او هغه به خپل کار ته دوام ورکاوۀ ...
؛قاضی القضات؛په بغداد کې پخپل کلاس کې ؤ او ډیری شیعه اوسني لوي عالمان په هغه غونډې کې موجود وو. په دې وخت کې یو محترم کس په آرام سره وارد شو او د مجلس په لاندینئ برخې کې کیښناست او له یوه وخت وروسته ئې قاض القضات ته چې داهل تسنن یو مهم نظریه وړاندې کونکی ؤ،مخ کړ او وې وئيل؛ زه یوه پوښتنه لرم ؟ قاضی ووئيل، وې پوښته، هغه ناپيژاند کس ووئيل؛ تاسو ددې حدیث په باب څه وائۍ چې پیغمبراکرم(ص) په غدیر کې وفرمائيل ؛ مَن کُنتُ مَولاهُ فَهّذا عَلِیٌ مولاهُ::: د هغه چا چې زه ئې رهبر او مولا یم نو دغه علی دهغه رهبر او مولا دی . آیا دغه حدیث سم دی ؟ ، قاضي ووئيل، هو! دغه حدیث صحیح دی، هغه ناپيژاندي کس بیا پوښتنه وکړه ،نو د مولا له کلمې څه مطلب دی ؟، قاضي ووئيل، مولا یعني لا ښه او لوړ . هغه کس ووئيل؛نو بیا دشیعه او سني ترمینځ دا اختلاف او دښمني و لې ده،سره له دې چې پیغمبر اکرم(ص)علی(ع) له نورولاښه معرفي کړی دی؟.
قاضي ووئيل، دغه حدیث ؛روایت ؛ دی ، خو د ابوبکر خلافت ؛دِرایت ؛ او د اجتهاد او درک له پلوه دی ، او عادل انسان ، پوهیږي چې دِرایت مقدم دی . نو ځکه روایت د دِرایت همڅنګ نشی کیدلی. هغه کس بیا ووئيل؛ تاسو د پیغمبر اکرم (ص) ددغو فرمایشیاتو په باب څه وائئ چې علی ته ئې وفرمائيل؛ حَربُکَ یاعَلي حَربی، و سِلمُکَ یا عَلي سِلمي ؛ له تاسره جنګ له ماسره جنګ دی او له تاسره سوله له ماسره سوله ده :::
قاضي ووئيل،دغه خبرې د حدیث په اساس صحیح دي ، هغه کس بیا ووئيل؛ د طلحه او زبیر په څير دجمل د اصحابو په باب ستاسو څه نظر دی چې له علی سره جنګ ته راپورته شول ؟قاضی ووئيل، ائ وروره هغوي توبه وکړه . هغه کس بیا ووئيل، ائ قاضي،د دوي جنګ دِرایت او (حتمی ) ؤ خو د هغوی توبه کول روایت شوي دي او تا د غدیر د حدیث په باب ووئيل روایت د دِرایت انډول نه دی او درایت مقدم دی.قاضي شیخ مفید ته په ځواب کې پاتې راغی، نو سر ئې ټيټ کړ او له ځان سره ئې ووئیل، نو ته څه څوک ئې ؟ ؛؛؛
هغه کس ځواب ورکړ،زه ستاسو خدمت کونکی،محمد بن محمد بن نعمان حارثي یم. قاضي دقضاؤت له څوکۍ پاڅيد او دهغه لاس ئې ونیؤ او پر هغه څ وکۍ ئې کيښناوۀ او وې وئيل،؛ اَنتَ المفیدُ حقا؛ بې شکه چې ښه او ګټه ور انسان ئې .::په مجلس کې ناست لويو عالمانو رنګونه سره پيکه شول ، کله قاضي ددوي په خپګان پوهه شو،نو دوي ته ئې مخ واړوۀ او وې وئيل؛ښاغلو، دا کس زه قانع کړم او دهغه په ځواب کې عاجز پاتې شوم، که په تاسو کې څوک ورته دځواب ورکولو جوګه یاست ، نو اعلان ئې کړئ څو هغه د قضاؤت پر ګدئ کیښناوم او شیخ مفید پخپل ځاي کې کیښني...
شیخ مفید علیه رحمه په هغو ټولو علمی او اجتماعي بوختیاؤ سره چې ئې درلودل،د نفس له تهذیب او معنویاتو څخه هم غافل نه ؤ. هغه په اول وخت لمانځه اداکولو ته ډير پابنده ؤ او د انفاق ،مهربانۍ،ساده ژوند څښتن ؤ . د شیخ مفید دغو چارو خلک هغه ته نور هم ګروهمن کول . هغه ټينګار درلود چې د ټولنې له کم عایده پرګنو په څير ژوند وکړي. له پَړَک پړوُک او پرتعّیش ژوند سره ئې جوړه نه وه او په دنیا پورې د زړه له پيّلتیا ډډه کونې د نفس په تهذیبولو او د بشپړتیا څوکې ته رسیدا د هغه لپاره آسانه کړې وه .
شیخ مفید په 413قمری کال کې په بغداد کې له نړۍ سترګې پټې کړې او په هماغه ځاي کې خاورو ته وسپارل شو ، البته دهغه شخصیّت ، د زمانې په سترګو کې باقي پاتې دی او داهل بیت علیهم السلام د مذهب او دکلام او فقې دغوړیدا په بهیر کې ئې غوره رول لوبولی دی .
یاد او خاطره ئې تل ژوندئ.
(سیماب)
********************************************************************************************************************************************************