مونږ طالبان بیا ځلې غارونو ته د کاږلو صلاحیت لرو
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i166508-مونږ_طالبان_بیا_ځلې_غارونو_ته_د_کاږلو_صلاحیت_لرو
زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد اصف وویل چې مونږ غارونو ته دوباره د طالبانو د ورکاږلو صلاحیت لرو.
(last modified 2025-10-29T08:52:10+00:00 )
Oct 29, 2025 13:11 Asia/Kabul
  • مونږ طالبان بیا ځلې غارونو ته د کاږلو صلاحیت لرو

زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد اصف وویل چې مونږ غارونو ته دوباره د طالبانو د ورکاږلو صلاحیت لرو.

هغه وویل مونږ د وروڼو هیوادونو په غوښتنه د امن لپاره خبرې پیل کړې خو د  افغانستان د طالبانو واکمنانانو زهرجنې بیانیې د دوې د ناوړه فکر ښودنه کوي.

خواجه اصف وویل چې پاکستان ته د خپل ټول طاقت د استعمالولو ضرورت نشته او که چیرې وغواړي نو د «تورا بوړا» د ماتي منظرې به تکرار کړو.

د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف وویل د خواشینۍ خبره ده چې د طالبانو حکومت افغانستان دوباره د تباهۍ په لور ورکاږي.

هغه وویل د افغانستان طالبان یوازې د ناجایزې واکمنۍ د ساتلو هڅه کوي او د افغانستان د طالبانو جنګي معیشت یوازې په تباهۍ او وینې بهیدا ټینګ دی.

د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف وویل د افغانستان طالبان خپله کمزورتیا پیژندي خو بیا هم د جنګونو شعارونه ورکوي او که چیرې د طالبانو حکومت افغانستان تباه کول غواړي نو تباه دې کړي د امپراتوریو هدیره یوازې د افغانستان د عوام د تباهۍ نښه ده. افغانستان همیشه د امپراتورو د لوبې میدان پاتې شوی دی.