د صهیونیسټي رژيم د زوال نښې څرګندې شوې دي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i142164-د_صهیونیسټي_رژيم_د_زوال_نښې_څرګندې_شوې_دي
د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ مشر قومندان ټینګار کړی چې د صهیونیسټي رژیم د زوال نښې نښانې رابرسیره شوې دي.
(last modified 2023-11-26T05:52:54+00:00 )
Nov 26, 2023 10:19 Asia/Kabul
  • د صهیونیسټي رژيم د زوال نښې څرګندې شوې دي

د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ مشر قومندان ټینګار کړی چې د صهیونیسټي رژیم د زوال نښې نښانې رابرسیره شوې دي.

د ایران د پوځ مشر قومندان "امیر جنرال سید عبدالرحیم موسوي د پوځ د طبي علومو د پوهنتون د محصلانو او نرسانو د قدرونې په دستورو کښې، دې ټکي ته په اشارې سره چې طوفان الاقصی عملیات د فلسطینیانو په ۷۵کلنې مبارزې کښې یوه بې مخینې پیښه وه، وویل: دغو عملیاتو ډیرې مهمې پایلې درلودې او د معظم رهبر د دې وړاندوینې صحت یې ثابت کړ چې صهیونیسټي رژیم به راتلونکي ۲۵ کاله ونه ویني.

جنرال موسوي زیاته کړه: صهیونیسټي رژیم ځان غوره توکم بولي او د دغه رژیم د ملاتړو هیوادونو مشران هم د اپارټایډ ملاتړي دي.

د پوځ مشر قومندان همداشان وویل: هغوي کلونه کلونه هڅه وکړه چې فلسطین هیر کړی شي او د خپلې سټراټیجۍ نوم یې هم «عادي سازي» ایښی و، خو وروستي جنګ فلسطین د نړۍ په اولې موضوع بدل کړ او حتی د غیرمسلمانو هیوادونو خلک هم د فلسطین مسئله تعقیبوي.

جنرال موسوي څرګنده کړه: د امریکې ټرانسپورټي الوتکو او د سیمې ځینو هیوادونو صهیونیسټي رژیم ته مرسته رسولې او میلیارډونه ډالر یې ولګول خو دغه رژيم ماتې وخوړله او په ګونډو شو او له حماس سره یې مذاکره وکړه او د اوربند لپاره یې د حماس شرطونه ومنل او اوس د عمل نوښت د حماس په لاس کښې دی.