-
طالبان وايي د ایران د اوبو د حق ورکول پر ځان ضروري ګڼي
May 17, 2023 10:10د طالبانو د خارجه وزارت ویاند په مشهد کښې د افغانستان په ملي کانفرنس کښې وویل: طالبان ځان د ایران د اوبو د حق د ورکړې په هکله په تیرو تړونونو باندې ژمن ګڼي.
-
د ایران ددفاع فرهنګ به د تاریخ تل ترتله تل پاتې وي
May 17, 2023 01:55د حرم د دفاع کونکو شهیدانو او دهغو بریالیتوبونه ،د مقدسې دفاع د کلتور تکراریدل وو چې یو نړیوال بریالیتوب ئې وپنځوۀ.
-
د ایران اوافغانستان مطبوعات
May 17, 2023 08:24یو امریکایی پوهنکور وایی د فارس خلیج کنټرول د ایران په لاس کې دې
-
د ایران ولسمشر د تهران د کتاب د نندارتون کتنه وکړه
May 16, 2023 10:55د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د تهران په امام خمیني(رح) نومې مصلا کښې د کتاب د څلور دیرشم نړیوال نندارتون د مختلفو غُرفو کتنه وکړه
-
طالبانو د هیرمند تړون د عملي کولو ژمنه کړې
May 16, 2023 10:25د ایران د اسلامي جمهوریت د انرجۍ وزیر د هیرمند د اوبو د حق د تعقیبونې لپاره له یوې غونډې وروسته وویل چې د طالبانو حکومت د اوبو د تړون د عملیاتي کولو او د دغه تړون له مخې د ایران د اوبو د حق د ورکولو ژمنه کړې ده.
-
امارات له ایران سره د اړیکو پراختیا او له شمال-جنوب دهلیزه استفاده غواړي
May 16, 2023 08:32د اماراتو د انرجۍ وزیر د لویدیځې آسیا د نړیوالۍ پټلۍ د غونډۍ ترڅنګ د ایران د لارې او ښارجونې له وزیر سره په کته کښې، له تهران سره د اړیکو په پراختیا او د شمال-جنوب کوریډوره په استفادې باندې ټینګار وکړ.
-
د حضرت امام جعفر صادق ع د شهادت د کلیزې په هکله تسلیت وایو
May 16, 2023 00:19زمونږ خبریال راپور راکړی نن د ۲۰۲۳ میلادي کال د مي د میاشتې شپاړسمه او د ۱۴۴۴ هجري لمریز کال د کوچني د اختر د میاشتې ۲۵ نیټه ده چې د نړۍ د شیعه مسلمانانو د شپږم امام حضرت جعفر صادق علیه السلام د شهادت له کلیزې سره سمون خوري.
-
د ایران د چین او د روسیې مانورې دښمن ته یو پیغام درلود
May 16, 2023 00:47زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ د سمندري ځواک قومندان امیر البحر «شهرام ایراني» د روسیې د سمندري ځواک له قومندان امیر البحر «نیکولای یومنوف» سره په کتنه کښې ټینګار وکړ د چین د روسیې او د ایران ګډه پوځي مانوره د ګډ دښمن لپاره مهم پیغام درلود.
-
نن ورځ ډیرې ټولنې د ایمان او د اخلاقو له نلرلو کړیږي
May 16, 2023 00:35ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د اسلامي ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي په دې خبرې سره چې نن سبا ډیرې ټولنې له پراختیا موندلو سره سره د اخلاقو او د ایمان له نلرلو کړیږي وویل د هغه تمدن او مدنیت بیخ بنايي چې الهي اولیاو او انبیاو یې زیری ورکړی دی عقلانیت ، معنویت، اخلاق او عدالت ده.
-
فارس خلیج کې د بهرنیو ځواکونو شتون د امنیت پرضد ګواښ دی
May 16, 2023 00:04ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعاني چافي وویل د ایران اسلامي جمهوریت په فارس خلیج سیمه کښې د بهرنیو پوځي ځواکونو د شتون دوام په دغه سټراتيژیکه اوبلاره کښې د سمندري امنیت پرضد ګواښ ګڼي.