د ایران ددفاع فرهنګ به د تاریخ تل ترتله تل پاتې وي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i132982-د_ایران_ددفاع_فرهنګ_به_د_تاریخ_تل_ترتله_تل_پاتې_وي
د حرم د دفاع کونکو شهیدانو او دهغو بریالیتوبونه ،د مقدسې دفاع د  کلتور تکراریدل وو  چې یو نړیوال بریالیتوب ئې وپنځوۀ.
(last modified 2023-05-16T21:29:53+00:00 )
May 17, 2023 01:55 Asia/Kabul
  • د ایران ددفاع فرهنګ به د تاریخ تل ترتله تل پاتې وي

د حرم د دفاع کونکو شهیدانو او دهغو بریالیتوبونه ،د مقدسې دفاع د  کلتور تکراریدل وو  چې یو نړیوال بریالیتوب ئې وپنځوۀ.

د ایران د اسلامی شورا مشر  ددې خبرې په کولو سره چې  ددفاع کلتور به دتاریخ ترهمیشه پورې تل پاتې وي ،روښانه کړه ، دغه فرهنګ ښئ چې  د ایران  ولس هغه خلک دي چې د خپل مکتب په لاره کې ځلیدلي دي.

ایران پریس خبری آژانس  راپور ورکړ،د  ایران د اسلامی شورا مشر محمد باقر قالیباف  په یولړ څرګندونو کې  دې ته په اشارط سره چې باید له مقدسې دفاع او د شهیدانو له وینې خپلې زده کړې او کړچارونه هیڅکله هم هیر نه کړو ووئيل، د حرم د دفاع کونکو شهیدانو او دهغو بریالیتوبونه ،د مقدسې دفاع د  کلتور تکراریدل وو  چې یو نړیوال بریالیتوب ئې وپنځوۀ.

قالیباف زیاته کړې ، دمقدسې دفاع په پړاؤ کې د یوه ملت توانمنئ او د ټولنې د ځوانانو توان  نړیوال ته وکاږل شوې او مبارزانو تر خپلې وروستۍ ساه پورې په دغه لاره کې په منسجم او مسئولانه انداز سره حرکت وکړ او د ایران  دښمنان او  د هغه ورځ استبکاري قدرتونوددغه شان ملت په وړاندې  چې پر الهي سنت مشتمل  ګامونه ئې پورته کول،له ډيرو زیاتو تجروبو سره سره ناکام شول.

د ایران د اسلامی شورا مشر ، د شهید جنرال قاسم سلیماني  بریالیتوب  د مقدسې دفاع  د کلتور راپورته شوی وباله او روښانه ئې کړه ،د ایران د اقتصاد او صنعت مشکلات باید دمقدسې دفاع په فرهنګ سره  حل کړو.