طالبانو د هیرمند تړون د عملي کولو ژمنه کړې
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i132956-طالبانو_د_هیرمند_تړون_د_عملي_کولو_ژمنه_کړې
د ایران د اسلامي جمهوریت د انرجۍ وزیر د هیرمند د اوبو د حق د تعقیبونې لپاره له یوې غونډې وروسته وویل چې د طالبانو حکومت د اوبو د تړون د عملیاتي کولو او د دغه تړون له مخې د ایران د اوبو د حق د ورکولو ژمنه کړې ده.
(last modified 2023-05-16T06:01:29+00:00 )
May 16, 2023 10:25 Asia/Kabul
  • طالبانو د هیرمند تړون د عملي کولو ژمنه کړې

د ایران د اسلامي جمهوریت د انرجۍ وزیر د هیرمند د اوبو د حق د تعقیبونې لپاره له یوې غونډې وروسته وویل چې د طالبانو حکومت د اوبو د تړون د عملیاتي کولو او د دغه تړون له مخې د ایران د اوبو د حق د ورکولو ژمنه کړې ده.

د فارس خبري آژانس د خبر له مخې په هیرمند کښې د ایران د اوبو د حق د تعقیبونې په هکله د ولسمشر له ځانګړي حکم وروسته، د کابینې وزیرانو د ټولو اړونده ادارو د استازو په شتون سره یوه غونډه جوړه کړه.

د ایران د اسلامي جمهوریت د انرجۍ وزیر علي اکبر محرابیان په دغې غونډې کښې وویل: د هیواد د ختیځ د اوبو د مسئلې د هواري په موخه د ولسمشر د ځانګړي حکم په پوره کولو کښې پرون په دې موضوع یوه غونډه جوړه شوه.

د ایران د انرجۍ وزیر د دغې غونډې په هکله وویل: په دې غونډه کښې د هیرمند د اوبو د حق د مسئلې مختلف اړخونه وڅیړل شول او پس له هغو رپورټونو چې مختلفو ارګانونو وړاندې کړل، د ایران د اوبو د حق د ترلاسه کیدو په موخه یولړ پریکړې وشوې.

هغه زیاته کړه:  حکومت د هیرمند د اوبو د زیرمنو د تامینولو لپاره جدي ګامونه تعریف کړي دي او د شوي پلاننګ له مخې به مونږ له هیرمند سیند څخه د ایران د اوبو حق ترلاسه کړو.