د ایران اوافغانستان مطبوعات
یو امریکایی پوهنکور وایی د فارس خلیج کنټرول د ایران په لاس کې دې
کیهان
د ایران ولسمشر سید ابراهیم رییسی د تهران د کتاب په نندارتون کې وویل کتاب باید ارزانه او په اسانه توګه د ټولو لاسونو ته ورسی . د اسلامي ایران ولسمشر سید ابراهیم رئیسي په دغې دوه نیم ساعته کتنې کښې چې د اسلامي ارشاد او کلتور وزیر او د کتاب او نشر په برخه کښې د دغې وزارتخانې مدیرانو هم په کښې شتون درلود، د کتاب او نشر د برخې د فعالانو او ناشرانو خبرې او اندیښنې واوریدلې .
فایننشل ټایمز لیکی چی د لویدیځ ستر تیلی شرکتونه له بایکاټونو سره سره د ایران د بریښنا ګاهکان شول .
عربستاني چارواکی وایی امریکا مو له ایران سره د خپلو اړیکو له پراخولو نوره نشی غړولی . د سعودی عربستان لوړپوړو مسئولانو د امریکا هغو پلاؤ ته چې په وروستیو اونیو کې ئې دغه هیواد ته پرله پسې سفرونه کړي دي ،په زغرده وئیلي دي ، له ایران سره د اړیکو په ټينګیدا کې له خپلې فیصلې هیڅکله هم په شانه کیږي او خپل ځان د خپلو او دسیمې د ګټو په چوکاټ کې په نړۍ کې له هر یو ه اقتصادي یا سیاسی قدرت سره په اړیکو کې آزاد ویني .
د نکبت ورځې په مناسبت له ارجنټاین نیولی تر انګلستانه پورې مظاهرچیانو د صیهونیسټ رژیم د جنایتونو پرضد شعارونه ورکړل .
ښاغلی قالیباف وایی د ایران ددفاع فرهنګ به د تاریخ تل ترتله تل پاتې وي .ورځپاڼه په دې اړه لیکی د ایران د اسلامی شورا مشر محمد باقر قالیباف په یولړ څرګندونو کې دې ته په اشاری سره چې باید له مقدسې دفاع او د شهیدانو له وینې خپلې زده کړې او کړچارونه هیڅکله هم هیر نه کړو ووئيل، د حرم د دفاع کونکو شهیدانو او دهغو بریالیتوبونه ،د مقدسې دفاع د کلتور تکراریدل وو چې یو نړیوال بریالیتوب ئې وپنځوۀ.
قالیباف زیاته کړې ، دمقدسې دفاع په پړاؤ کې د یوه ملت توانمنئ او د ټولنې د ځوانانو توان نړیوال ته وکاږل شوې او مبارزانو تر خپلې وروستۍ ساه پورې په دغه لاره کې په منسجم او مسئولانه انداز سره حرکت وکړ او د ایران دښمنان او د هغه ورځ استبکاري قدرتونوددغه شان ملت په وړاندې چې پر الهي سنت مشتمل ګامونه ئې پورته کول،له ډيرو زیاتو تجروبو سره سره ناکام شول. د ایران د اسلامی شورا مشر ، د شهید جنرال قاسم سلیماني بریالیتوب د مقدسې دفاع د کلتور راپورته شوی وباله او روښانه ئې کړه ،د ایران د اقتصاد او صنعت مشکلات باید دمقدسې دفاع په فرهنګ سره حل کړو.
جمهوری اسلامی
د امریکا د کانګرس سرچینو ویلی دی چی د برجام د احیا په مزاکراتو کې پرمختګ شوی دی .
د ترکیې د انتخاباتو په دوهم پړاو کې اردوغان او قلیچدار د بریالیتوب لپاره تبلیغاتی کمپاین روان کړی دی .
امریکا او اسراییل د نکبت ورځې د ترسره کولو په مخنیوی کې ناکامه شول .
روسیې او اوکراین د جنوبی افریقا د ولسمشر د میانځګړیتوب له وړاندیز سره موافقه وکړه .
د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمران خان وویل د ازادۍ د تحقق لپاره به تر ورستی سلګۍ مبارزه وکړی .
د ایران د انرژۍ وزیر وایی له هیرمند سین د ایران حقابه به تر اخره تعقیب کړو .ورځپاڼه په دې اړه لیکی په هیرمند کښې د ایران د اوبو د حق د تعقیبونې په هکله د ولسمشر له ځانګړي حکم وروسته، د کابینې وزیرانو د ټولو اړونده ادارو د استازو په شتون سره یوه غونډه جوړه کړه.
د ایران د اسلامي جمهوریت د انرجۍ وزیر علي اکبر محرابیان په دغې غونډې کښې وویل: د هیواد د ختیځ د اوبو د مسئلې د هواري په موخه د ولسمشر د ځانګړي حکم په پوره کولو کښې پرون په دې موضوع یوه غونډه جوړه شوه. د ایران د انرجۍ وزیر د دغې غونډې په هکله وویل: په دې غونډه کښې د هیرمند د اوبو د حق د مسئلې مختلف اړخونه وڅیړل شول او پس له هغو رپورټونو چې مختلفو ارګانونو وړاندې کړل، د ایران د اوبو د حق د ترلاسه کیدو په موخه یولړ پریکړې وشوې.
هغه زیاته کړه: حکومت د هیرمند د اوبو د زیرمنو د تامینولو لپاره جدي ګامونه تعریف کړي دي او د شوي پلاننګ له مخې به مونږ له هیرمند سیند د ایران د اوبو حق ترلاسه کړو.
د افغانستان ورځپاڼۍ
کلید
مولوي عبدالکبیر د رییس الوزرا ځایناستی شو .
د راپورونو له مخې، د رییس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د طالبانو د رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند پرځای د لنډ وخت لپاره د سرپرست په توګه ټاکل شوی دی.
که څه هم په دې اړه زیات جزیات نه دي ورکړل شوي، خو ویل کېږي چې رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند ناروغ دی، نو ځکه یې د دغه مقام سرپرستي مولوي عبدالکبیر ته ورکړې ده.
مولوي عبدالکبیر واک ته دطالبانو له رسېدو وروسته د رییس الوزرا د سیاسي مرستیال په توګه دنده ترسره کوله.
د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال لطف ا... خیرخواه د یو پلاوي په مشرۍ په درې ورځني سفر روسیې ته لاړ. د یاد وزارت ویاند ضیاء هاشمي پر ټوېټرپاڼه لیکلي چې نوموړی به په دغه سفر کې د «روسیې او اسلامي نړۍ» په درې ورځني کنفرانس کې ګډون وکړي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، په یاد کنفرانس کې پر سوداګرۍ، زده کړو او د ټکینالوژي په برخه کې پر فرصتونو خبرې کېږي.
هاشمي زیاته کړې چې نوموړی به په دغه سفر کې د روسیې او نورو اسلامي هېوادنو له یو شمېر لوړ پوړو چارواکو سره هم لیدنې ولري.
په دغه سفر کې د سوداګرۍ او صنعت سرپرست وزیر نور الدین عزیزي، د ریاست الوزراء اقتصادي معاونيت سلاکار مولوي ابراهيم، د لوړو زده کړو د بهرنيو اړيکو رییس ډاکټر نظر محمد عرفان او د بهرنيو چارو وزارت اقتصادي ریيس شفيع اعظم هم د هغه ملتیا کوي.
مسیر
د چین-پاکستان اقتصادي دهلېز افغانستان ته غځول کیږي . چین او پاکستان اعلان کړی چې د چین-پاکستان اقتصادي دهلېز یا سيپېک د میلیاردونو ډالرو پروژه افغانستان ته غځوي. دا اعلان په اسلام اباد کې د چین، پاکستان او افغانستان د بهرنیو چارو د وزیرانو د تېرې اونۍ له غونډې وروسته شوی دی. د چین-پاکستان اقتصادي دهلېز چې په ۲۰۱۵ کال کې یې د جوړولو کار پیل شوی، د چین له کاشغره د بلوچستان تر ګوادر بندره غځېدلی دی.
دا پروژه د چین د کمربند او لارې نوښت برخه ده، چې له مخې یې بیجېنګ غواړي په شاوخوا ۱۵۰ هېوادونو کې د لویو لارو جوړولو، اورګاډو پټلۍ غځولو او د بندرونو رغولو کې پانګونه وکړي. چین د کمربند او لارې نوښت پروژې د سیمه ایز اتصال او اقتصادي همکاریو وسیله بولي او پدې پروژو کې یې د افغانستان د ګډون ملاتړ اعلان کړی دی. د افغانستان د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند وايي، په دې توګه به دوی پانګونې جلب کړي او د ټرانزیټ او صنعت په برخه کې به لاسته راوړنې ولري.
استرالیایی پوځي وایی پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل . د استرالیايي ځواکونو یو پخوانی غړی وایي همکارانو یې په لوی لاس په افغانستان کې ملکي وګړي په نښه کړي دي.
تازه استرالیايي رسنیو او یو شمېر څېړنیزو بنسټونو په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو په تېره د استراليايي ځواکونو د جنګي جنایتونو پلټنه پيل کړې ده. اې بي سي نیوز په یوه مطلب کې لیکي چې استرالیايي ځواکونه په لوی لاس ملکي، بې وسلې او بې دفاع خلک په نښه کړي دي او له کوم جرم او څېړنې پرته یې وژلي دي.
دغه رسنۍ ته د استرالیا د ځانګړو ځواکونو یوه پخواني غړي ویلي چې دی په ځینو مواردو کې د خپلو همکارانو له لوري د ملکي افغانانو د وژلو شاهد و. دده په خبره حکومت باید څېړنه وکړي او هغه پوځیان باید محاکمه کړي چې جنایت یې کړی دی او عام خلک یې وژلي دي. تر دې وړاندې هم پر استرالیايي ځواکونو دغه ډول ادعاوې شوې دي خو د استرالیا حکومت د ګڼو راپورونو له خپرېدو سره سره د خپلو مجرمو پوځیانو پر وړاندې هېڅ راز اقدام نه دی کړی .