-
صهیونیسټ رژیم د سیمې لپاره تر ټولو ستر ګواښ دی
Apr 20, 2023 23:18ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د اردن د باندنیو چارو له وزیر ایمن الصفدي سره په ټيلي فوني خبرو کښې په قدس شریف کښې د سپیڅلیو ځایونو او د فلسطین د خلکو په ملاتړ کښې د امان د هڅو د قدرونې په ترڅ کښې وویل صهیونیسټي اپارتائیډ رژیم د اسلامي امت او د سیمې لپاره تر ټولو ستر ګواښ دی.
-
ځینې هیوادونو کښې نن او ځینو کښې سبا کوچنی اختر دی
Apr 20, 2023 23:39ایرنا خبري اژانس راپور راکړی یوشمیر اسلامي او عربو هیوادونو نن او یوشمیر نور بیا سبا کوچنی اختر اعلان کړی.
-
د ایران د پوځ د بې پایلټه الوتکو توان په زیاتیدو دی
Apr 20, 2023 10:35د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ مشر قومندان: د ایران د پوځ د ډرون توان، هم د شمیر له نظره او هم د کیفیت له نظره په زیاتیدو دی
-
آزادي، د اسلامي انقلاب د معظم رهبر له نظره
Apr 20, 2023 11:41د ایران د اسلامي انقلاب معظم رهبر پرون له یوه ډله محصلینو سره په کتنه کښې، د آزادۍ په اهمیت باندې په ټینګار سره وفرمایل: آزادي مختلف اړخونه لري او باید د انساني کرامت لامل شي
-
د الاقصی جومات او د فلسطینیانو پرضد د اسرائیلو د جنایتونو غندل کافي نه دي
Apr 20, 2023 00:16ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي په الاقصی جومات او هلته په بې دفاعي فلسطیني روژه تیانو باندې د صهیونیسټ رژيم وروستیو جنایتکاره حملو ته په اشارې سره یوازې د دغو تیریو غندل او ترې کرکه څرګندول کافي ونه بلل.
-
په بهر هیوادونو کښې د ایران له نویو استازو سره د امیر عبداللهیان کتنه
Apr 20, 2023 07:06د ایران د بهرنیو چارو وزیر په نیوزي لینډ کښې د ایران له نویو سفیرانو او هم داشان د روسیې په قازان کښې د ایران له نوي سرکنسول سره په کتنه کښې، له هیوادونو سره د ملګرتیاؤ د ډیرو مهمو چورلیزونو په هکله خبرې اترې وکړې
-
د ایران او د ایټمي انرجۍ د نړیوال آژانس مذاکرات مخ په وړاندې روان دي
Apr 19, 2023 09:59د ایران د اسلامي جمهوریت د ایټمي انرجۍ د ادارې مشر ټیګار وکړ چې د ایران او د ایټمي انرجۍ د نړیوال آژانس ترمینځ خبرې اترې د پراختیا او پرمختګ په حال کښې دي
-
اسلامي ایران ایډیل غوښتنې ، هیلې او عقلانیت ته ضرورت لري
Apr 18, 2023 23:59زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي وویل: د دښمن د غوښتنې په اپوټه د محصیلینو ټولنه باید د ایران د ټولنې په ذهن او واقعیت کښې بدلون رامینځته کول او بیا د نړۍ په ذهن او واقعیت کښې د بدلون رامینځته کول په خپلو هڅو او اوږدمهاله افق کښې ورولي.
-
ایران او پاکستان په ګډه له نشه ئیزو موادو سره مبارزه وکړي
Apr 19, 2023 00:30ایسنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د سرحدي پولیسو قومندان د انسان او د نشه ئیزو موادو له قاچاق سره په مبارزې او د پاکستان او د ایران د ګډو سرحدونو په کنټرولولو ټینګار وکړ.
-
ایران خپل دفاعي توان په سیمه کې د سولې او امنیت لپاره کاروي
Apr 18, 2023 10:47د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د ځواکونو لوی قومندان ایران په سیمه کې د امنیت او ثبات ستنه وباله او وویل ایران هڅه کوي چي خپل دفاعي توان په سیمه کې د سولې او ارامښت لپاره استعمال کړي.