صهیونیسټ رژیم د سیمې لپاره تر ټولو ستر ګواښ دی
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د اردن د باندنیو چارو له وزیر ایمن الصفدي سره په ټيلي فوني خبرو کښې په قدس شریف کښې د سپیڅلیو ځایونو او د فلسطین د خلکو په ملاتړ کښې د امان د هڅو د قدرونې په ترڅ کښې وویل صهیونیسټي اپارتائیډ رژیم د اسلامي امت او د سیمې لپاره تر ټولو ستر ګواښ دی.
د ایران د باندنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان پرون مازیګر د اردن له خارجه وزیر ایمن الصفدي سره په ټیلي فوني خبرو کښې په دوه اړخیزه او سیمه ئیزو حوزو کښې د دواړو هیوادونو د اهتمام وړ تر ټولو مهمو موضوعګانو په هکله خبرې او د نظر تبادله وکړه.
حسین امیر عبداللهیان د اسلامي نړۍ د وحدت، له الاقصی جومات څخه د صهیونیسټ رژيم د لاسونو په لنډولو او د فلسطین د خلکو د حقوقو د کامل احقاق پرضرورت ټینګار وکړ.
د اردن خارجه وزیر ایمن الصفدي هم په دغو خبرو کښې د ایران ملت او حکومت ته د کوچني اختر مبارکي ورکړه او د دواړو هیوادونو ترمینځ د اړیکو د پراختیا لپاره یې د خپل هیواد د چمتووالي خبر ورکړ.
ایمن الصفدي وویل ایران په سیمه کښې مهم هیواد دی او مونږ له ایران سره د اړیکو پراختیا ته ډیر اهمیت ورکوو.
هغه د ایران او د عربستان د اړیکو د احیا په هرکلي سره د دغه مهم بدلون په هکله مبارکي ورکړه.