د ایران د پوځ د بې پایلټه الوتکو توان په زیاتیدو دی
د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ مشر قومندان: د ایران د پوځ د ډرون توان، هم د شمیر له نظره او هم د کیفیت له نظره په زیاتیدو دی
د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ مشر قومندان په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې بې پایلټه الوتکې په جنګونو کښې ټاکونکی رول لري او د هغو ډول والی د جنګ په میدان کښې د قومندان د پریکړې کولو قدرت زیاتوي، وویل: د ایران د پوځ د ډرون توان، هم د شمیر له نظره او هم د کیفیت له نظره په زیاتیدو دی.
د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ مشر قومندان جنرال سید عبدالرحیم موسوي د پوځ څلورګونو ځواکونو ته د دفاع وزارت له خوا د تولید شویو څه باندې دوو سوو سټراټیجکو بې پایلټه الوتکو د سپارلو په دستورو کښې، د دافع هوا ځواک پرمختګونو ته په اشارې سره زیاته کړه: یو وخت و چې د هیواد په سرحدونو کښې راډاري کوریجونه انځوریدې او راډاري تشې موجودې وې، خو اوس د راډار په موضوع کښې هیڅ اندیښنه نشته.
د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ مشر قومندان د پوځ د ډرون توان په یادونې سره زیاته کړه: د ایران اسلامي جمهوریت مخکښې هم بې پایلټه الوتکې درلودلې خو په تیره یو دوو کلونو کښې د ډرونز مانورو په ترسره کولو سره دا توان رسندوي او په ډاګه شوی دی.