ایران او پاکستان په ګډه له نشه ئیزو موادو سره مبارزه وکړي
ایسنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د سرحدي پولیسو قومندان د انسان او د نشه ئیزو موادو له قاچاق سره په مبارزې او د پاکستان او د ایران د ګډو سرحدونو په کنټرولولو ټینګار وکړ.
د ایران د اسلامي جمهوریت د سرحدي پولیسو قومندان برید جنرال احمد علي ګودرزي په پاکستان کښې د ایران له نوي سفیر رضا امیري مقدم سره په کتنه کښې له پاکستان سره په ګډو سرحدونو کښې د انسانانو او د نشه ئیزو موادو قاچاق ته په اشارې سره وویل ایران ته زیات نشه ئیز مواد له پاکستان څخه راځي او دغه راز په ګډو سرحدونو کښې یو شمیر کسان چې په سرحد یې تیری کړی دی نیول شوي هم دي.
په پاکستان کښې د ایران نوي سفیر رضا امیري مقدم هم د ایران د سرحدي پولیسو له قومندان احمد علي ګودرزي سره په کتنې باندې د خوښۍ په څرګندولو سره له پاکستان سره د ایران اوږدو سرحدونو ته په اشارې سره وویل حاضردمه د پاکستان سرحدونه د پوځ لخوا اداره کیږي او د اسلام اباد له چارواکو سره د ایران د مقاماتو او د چارواکو په پخوانیو کتنو کښې د ګډو سرحدونو د امنیت د پیاوړتیا په هکله ټینګار شوی دی.