-
د اټومي تړون اوسنی حالت د امریکا د غلط سیاست نتیجه ده
Feb 28, 2023 12:42ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان وویل د اټومي تړون اوسنی حالت د امریکا د حکومت د سیاست د غلطۍ او د ناوړه محاسبې نتیجه ده.
-
د ایران لخوا د شکرې د ناروغۍ د جوړ مرکز له کارکوونکي ډاکټر محمد هاشم سره مرکه دلته اوریدلی شئ
Feb 28, 2023 12:21د تهران راډیو ګرانو اوریدونکو دا مرکه په ننګرهار کې د ایران د اسلامي جمهوریت په مالي او تخنیکي مرسته جوړ شوي د شکرې ناروغۍ د تشخیص او درملنې د ځانګړي مرکز له کارکوونکي ډاکتر محمد هاشم سره چې تازه په ایران کې د شکرې ناروغۍ په اړه دیو لنډمهاله زده کړه یزې دورې وروسته افغانستان ته راستون شوی تر سره شویده نور غوږ ورته کیږدئ.
-
اسلامي ایران د فلسطین په خلکو باندې بریدونه وغندل
Feb 28, 2023 11:33زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د بهرنیوچارو وزارت ویاند ناصر کنعاني چافي د نابلس په خوا کښې په حواره ښارګي کښې د فلسطین په بې دفاع خلکو د صهیونیسټ ښارګي میشته کسانو څاروي ډوله حملې او د هغوې د کورونو او شتمنیو سوځول په کلکه وغندل.
-
د بشري حقوقو شورا؛ په خپلواکه هیوادونو باندې د دباو لپاره د لویدیځو هیوادونو سیاسي اوزار:-
Feb 28, 2023 11:03د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر په جینیوا کښې د بشري حقوقو د شورا په غونډې کښې ټینګار وکړ: د بشري حقوقو شورا له خپلې اصلي دندې څخه په واټن اخیستلو سره د لویدیځو قدرتونو په لاس کښې په سیاسي اوزار بدله شوي ده.
-
ایران د اوکراین په جنګ کښې د هیڅ لوري ملاتړ نه کوي
Feb 28, 2023 08:20زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان وویل: د لویدیځو هیوادونو په اپوټه چې د میلیارډونو ډالرو په ارزښت یې اوکراین ته وسلې ورکړي دي او ورکوي یې د ایران اسلامي جمهوریت د اوکراین د جنګ لپاره هیڅ لوري ته وسلې نه دي ورکړي او په دغه جنګ کښې د هیڅ هیواد ملاتړ نه کوي.
-
اروپایانو ته د سپاه د قومندان سخت خبرداری، ځان په خطر کښې مه اچوئ
Feb 28, 2023 04:05سردار سلامي: اروپایان له هغه فارس خلیج څخه تیل اخلي چې امنیت یې د ایران اسلامي جمهوریت تامینوي
-
د اکراین او روسیې تر مینځ د شخړو د سوله ایز حل په ضرورت باندې د ایران ټینګار
Feb 27, 2023 11:28د ایران د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې اعلان وکړ چي د ایران حکومت د اکراین او روسیې ولسونو ته د احترام او ورسره د تاریخي اړیکو په یادونې سره، یو ځلې بیا د نښتو له دوام څخه خپله ژوره خواشیني څرګندوي او په بې پلوه پاته کېدو باندې ټینګار کوي.
-
په تهران کې د انګلیس د سفارت د بندېدو خبر دروغ دی
Feb 27, 2023 11:25په لندن کې د ایران د اسلامي جمهوریت د سفارت چارژدافیر په تهران کې د انګلیس د سفارت د بندېدو په هکله د صهیونیست رژیم لمسوونکې ادعا دروغ وباله.
-
د رهیرۍ لیدتوګې (د خبرګانو شورا له غړو سره لیده کاتۀ)
Feb 27, 2023 09:59د تهران دپښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې د لمر په حضور کې نومې لړۍ له نننۍ برخې سره ستاسو په خدمت کې یوو،په دغې نننئ برخې کې د رهبرۍ دخبرګانو دشورا له غړو سره په کتنې کې د اسلامی انقلاب د ستر لارښود د وینا په اړه درسره غږیږو،هیله ده تر پایه راسره ملتیا وکړئ.
-
سپاه د عراق د وسله والو ځواکونو روزلو ته چمتو دی
Feb 27, 2023 09:28د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د ځواکونو عمومي قومندان د عراق د دفاع وزیر سره په کتنه کې ټینګار کړی چي سپاه پاسدران د مشورتي مرستو سربېره د عراق د وسله والو ځواکونو د روزلو لپاره چمتو دی.