-
په قم کښې د امام رضا علیه السلام د زوکړې مراسم ترسره کيږي
Jun 10, 2022 08:20زمونږ خبریال وايي د حضرت بي بي فاطمه معصومه سلام الله علیها د سپیڅلي حرم کلتوري مرستیال حجت الاسلام مهدي احمدي د شیعه مسلمانانو د اتم امام حضرت رضا علیه السلام د نیکمرغه زوکړې په شپې او ورځ د کرامت د میرمنې په حرم کښې د امام رضا د زوکړې د جشنونونو د ترسره کولو خبر ورکړ.
-
د ایران پرضد پریکړه لیک لیونتوب و
Jun 10, 2022 08:08زمونږ خبریال وايي په ویانا کښې په نړیوالو ادارو کښې د روسیې دائمي استازي میخائیل اولیانوف د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس په واکمنې شورا کښې د ایران پرضد د امریکا او د دریو اروپايي هیوادونو بریتانیا ، فرانسې او جرمني پریکړه لیک له لیونتوب څخه ډک وباله.
-
د ایران ملت هیڅکله د زور خبره نه مني
Jun 10, 2022 06:45زمونږ خبریال وايي د اسلامي ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي بیګا په دې خبرې سره چې د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس په واکمنې شورا کښې د ایران پرضد پریکړه لیک تصویبیدل د صهیونیسټ رژیم په لمسولو سره ترسره شوي دي وویل هیڅوک د زور په ژبه د ایران له ملت سره خبرې نشي کولای.
-
د ایټمي انرجیو نړیوال آژانس د صهیونیستانو په واک کې دی
Jun 10, 2022 01:59د ایران د اسلامي جمهوریت د ایټمي انرجیو د سازمان مشر د دې په بیانولو چي د ایټمي انرجیو نړیوال آژانس د صهیونیستانو په اسارت کې دی، وویل: د خواښینی ځای دی چي یوه نړیواله اداره د یوه نامشروع رژیم له لوري کنټرولیږي او د هغه حیثیت یې زیانمن کړای شوی دی.
-
له خپل دریځ څخه یو قدم هم نه تر شا کیږو
Jun 10, 2022 01:57د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د دې په بیانولو چي د ایټمي انرجیو نړیوال آژانس د ایران په ضد پرېکړه لیک صادروي، تاکید وکړ چي ایران به یو قدم هم تر خپل دریځ تر شا نه شي.
-
په سوېډن کې د پرس ټي وي په خبریالانو د ترهګرو برید
Jun 10, 2022 01:56د پرس ټي وي د خبریالانو ټیم چي د سوېډن په پلازمینې استهکلم کې د منافقینو د ترهګري ډلي د جنایتونو له نندارتون څخه په راپور ورکولو لګیا و د منافقینو د ترهګري ډلي له برید سره مخ شو.
-
ایران د افغان مهاجرو په وړاندې د ملګرو ملتونو د کډولۍ د لوړې کمیشنرۍ په بې پامی نیوکې وکړې
Jun 10, 2022 01:51د ایران د پارلمان د شوراګانو د کمیسیون مشر تاکید وکړ چي د ملګرو ملتونو د کډولۍ لوړي کمیشنرۍ خپلې سترګې پټي کړي او ایران سره د افغان کډوالو په پناه ورکولو کې مرسته نه کوي.
-
د یونان محکمه د امریکې له لوري د ایران د تیلو د توقیفولو فیصله بیرته واخیسته
Jun 09, 2022 10:08د یونان محکمه چي تر دې مخکې د دې هیواد په سمندري حدودو کې د امریکې له لوري د ایران د تیلو د توقیفولو حکم ورکړی و، خپله فیصله بیرته واخیسته.
-
د واکمنې په شورا کې د ایران په ضد د پریکړه لیک تصوېبیدو ته د ایران غبرګون
Jun 09, 2022 09:56د ایران خارجه وزیر د ایټمي انرجیو د نړیوال آژانس په واکمنه شورا کې د ایران ضد پریکړه لیک د تصوېبېدو په غبرګون کې اعلان وکړ چي دغه پرېکړه لیک د آژانس د مشر نا انډول راپور او د اسرائیلو د دروغجنو معلوماتو پر بنیاد تصویب شوی چي آژانس سره د ایران د اسلامي جمهوریت د همکاریو له کمزورې کېدو پرته کومي پایلې نه لري.
-
تهران او نوی ډهلي اسلام ته د درناوی په ضرورت باندې د نظر اتفاق لري
Jun 09, 2022 09:53د ایران خارجه وزیر په یو ټوییټ کې هندوستاني چارواکو سره له استراتیجیکو خبرو اترو څخه د خوښي په څرګندولو ولیکل: تهران او نوی ډهلي اسلام ته د درناوی په ضرورت او له نفاق څخه د پرهیز په هکله ګډ نظر لري.