له خپل دریځ څخه یو قدم هم نه تر شا کیږو
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i117038-له_خپل_دریځ_څخه_یو_قدم_هم_نه_تر_شا_کیږو
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د دې په بیانولو چي د ایټمي انرجیو نړیوال آژانس د ایران په ضد پرېکړه لیک صادروي، تاکید وکړ چي ایران به یو قدم هم تر خپل دریځ تر شا نه شي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 10, 2022 01:57 Asia/Kabul
  • له خپل دریځ څخه یو قدم هم نه تر شا کیږو

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د دې په بیانولو چي د ایټمي انرجیو نړیوال آژانس د ایران په ضد پرېکړه لیک صادروي، تاکید وکړ چي ایران به یو قدم هم تر خپل دریځ تر شا نه شي.

له هغه وروسته چي امریکا، برتانیې، فرانسي او جرمني د ایټمي انرجیو په نړیوال آژانس کې د ایران په ضد پرېکړه لیک وړاندې کړ، د ایران اسلامي جمهوریت دغه اقدام د ډیپلماسۍ په خلاف او ړنګوونکی اقدام وباله چي په ویانا کې د مذاکراتو د لا پېچلي کېدو سبب ګرځي.

لوېدیځو هیوادونو په تېره بیا امریکا د خپلو پروپاګنداو په دوام کې په ویانا کې د ایټمي مذاکراتو د بندېدو وروسته، د برجام د ایټمي نړیوالې موافقې د بیا راژوندي کېدو په لړ کې د خپلو ژمنو د پلي کولو پر ځای د ایران د ګرم ښودلو بهیر ته مخه کړې.

د اسلامي ایران ولسمشر سید ابراهیم رئیسي خلګو سره په لیدنه کې د دې په بیانولو چي دښمنان نه غواړي ایران پرمختګ وکړي، وویل: ایران ایټمي صنعت او همدارنګه پرمختللي فوځي ټکنالوجی تر لاسه کړې خو دښمن نه غواړي چي مونږ برمختګ وکړو، مونږ د هیواد د پرمختګ په لړ کې د ارادو په یو جنګ کې یو چي تل لپاره به دوام وموندي.

هغه یادونه وکړه چي د ګوزار او د تیښتې پړاو پای ته رسېدلی دی، یونان زمونږ یوه تېل وړونکې کښتۍ ونیوله خو مونږ په مقابل کې یې دوې کښتۍ ونیولې، دښمنان باید دغه مساله جدي وګڼي ځکه چي هغوی به زمنو له سخت غبرګون سره مخ شي.