په سوېډن کې د پرس ټي وي په خبریالانو د ترهګرو برید
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i117036-په_سوېډن_کې_د_پرس_ټي_وي_په_خبریالانو_د_ترهګرو_برید
د پرس ټي وي د خبریالانو ټیم چي د سوېډن په پلازمینې استهکلم کې د منافقینو د ترهګري ډلي د جنایتونو له نندارتون څخه په راپور ورکولو لګیا و د منافقینو د ترهګري ډلي له برید سره مخ شو.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 10, 2022 01:56 Asia/Kabul
  • په سوېډن کې د پرس ټي وي په خبریالانو د ترهګرو برید

د پرس ټي وي د خبریالانو ټیم چي د سوېډن په پلازمینې استهکلم کې د منافقینو د ترهګري ډلي د جنایتونو له نندارتون څخه په راپور ورکولو لګیا و د منافقینو د ترهګري ډلي له برید سره مخ شو.

د منافقینو ترهګره ډله د لوېدیځو او په تیره بیا د امریکې د اسلامي انقلاب له بریالیتوبه وروسته له ۱۷ زره زیات ایراني وګړي ټرور کړي.

ایراني وګړی حمید نوري د منفاقینو د ترهګري ډلي د ځپلو په چټي تورونو د سوېډن د حکومت له لوري نیول شوی او تېره ورځ یې د محکمې چاري روانې وي.

په سوېډن کې یو شمېر ایراني وګړو د دغه نمایښي محکمې مخې ته د منافقینو د ترهګري ډلې د زړه بوږنوونکو جنایاتو یوه نندارتون جوړه کړې و.

د منافقینو ترهګره ډله په یاد نندارتون باندې په برید کولو سره، د پرس ټي وي خبریال او کېمره چلوونکی ژوبل کړي دي.

د ایران د اسلامي جمهوریت د قضایي قوې د بشري حقونو د څانګې مشر کاظم غریب آبادي، څه موده مخکې وویل چي د ایراني وګړی حمید نوري په غیرقانوني او د چټي تورونو په بنیاد نیول شوی دی.

هغه همدارنګه د منافقینو او د الاحوازیې له ترهګرو ډلو څخه د سوېډن ملاتړ ته په اشارې سره زیاته کړه چي دغه هیواد د ترهګرو په خوندي ځالۍ بدله شوې ده.