د ایران پرضد پریکړه لیک لیونتوب و
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i117054-د_ایران_پرضد_پریکړه_لیک_لیونتوب_و
زمونږ خبریال وايي په ویانا کښې په نړیوالو ادارو کښې د روسیې دائمي استازي میخائیل اولیانوف د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس په واکمنې شورا کښې د ایران پرضد د امریکا او د دریو اروپايي هیوادونو بریتانیا ، فرانسې او جرمني پریکړه لیک له لیونتوب څخه ډک وباله.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 10, 2022 08:08 Asia/Kabul
  • د ایران پرضد پریکړه لیک لیونتوب و

زمونږ خبریال وايي په ویانا کښې په نړیوالو ادارو کښې د روسیې دائمي استازي میخائیل اولیانوف د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس په واکمنې شورا کښې د ایران پرضد د امریکا او د دریو اروپايي هیوادونو بریتانیا ، فرانسې او جرمني پریکړه لیک له لیونتوب څخه ډک وباله.

هغه وویل تاسو ته اوس پته ولګیدله چې روسیې ولې د ایران په هکله د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس په واکمنې شورا کښې د لویدیځو هیوادونو له لیونتوب څخه ډک پریکړه لیک ته منفي رایه ورکړه؟

وویل له بده مرغه زمونږ لویدیځو همڅنګو وښودله د هغه موقعیت چې مونږ پکښې یوو مناسب درک نلري.

د ایران اسلامي جمهوریت تراوسه له اټومي انرژۍ نړیوال اژانس سره پراخې ملګرتیاوې کړي دي؛ خو اټومي اژانس نه یوازې د دغو ملګرتیاو قدرونه نه ده کړي بلکې هغه یې یو ډول د ایران وظیفه او دنده بللي ده؛په همدې دلیل ایران فیصله وکړه د واکمنې شورا له پریکړه لیک وروسته د اټومي اژانس د فلومیټر او د اولیم(olem)د بډایه کولو د سویې  د اندازې د معلومولو فعالیتونه غوڅ کړي.

د ایران اسلامي جمهوریت خارجه وزارت هم په یوې بیانیې کښې وویل د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس د غیر رغنده کړچار او د ایران پرضد د پریکړه لیک د تصویبیدا په وجه  یې متقابل عملي ګامونه غوره کړي دي  او د پرمختللیو سانټري فیوژونو نصبول او له سیف ګارډ څخه ورهاخو د کیمرو غیر فعالول په دغو اقداماتو کښې شامل دي.