د ایران ملت هیڅکله د زور خبره نه مني
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i117046-د_ایران_ملت_هیڅکله_د_زور_خبره_نه_مني
زمونږ خبریال وايي د اسلامي ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي بیګا په دې خبرې سره چې د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس په واکمنې شورا کښې د ایران پرضد پریکړه لیک تصویبیدل د صهیونیسټ رژیم په لمسولو سره ترسره شوي دي وویل هیڅوک د زور په ژبه د ایران له ملت سره خبرې نشي کولای.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 10, 2022 06:45 Asia/Kabul
  • د ایران ملت هیڅکله د زور خبره نه مني

زمونږ خبریال وايي د اسلامي ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي بیګا په دې خبرې سره چې د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس په واکمنې شورا کښې د ایران پرضد پریکړه لیک تصویبیدل د صهیونیسټ رژیم په لمسولو سره ترسره شوي دي وویل هیڅوک د زور په ژبه د ایران له ملت سره خبرې نشي کولای.

هغه بیګا د ایران چهار مهال بختیاري ولایت ته د خپل سفر په پاې کښې د خبریالانو په ټول کښې د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس په واکمنې شورا کښې د ایران پرضد د پریکړه لیک د تصویبیدا په هکله وویل مونږ باوري یوو چې  دا کار  د صهیونیسټ رژیم په لمسولو سره شوی دی خو مونږ ویلي دي چې دا ډول اقدام به هیڅکله د ایران اسلامي جمهوریت له خپل دریځ څخه شاتګ ته مجبوره نکړي.

د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي په دې خبرې باندې ټینګار سره چې دا ډول اقدامات هیڅکله د پرمختګ په لور د ایران د ملت لاره نشي بندولی وویل زور ویونکي هیوادونه باید د ایران د ملت حقوق په رسمیت وپيژندي.

هغه په دوام کښې ټینګار وکړ د ایران ملت خپله خبره او خپل حق په منطقي ډول تعقیبوي او هیڅوک د زور په ژبه د ایران له ملت سره خبرې نشي کولای.

د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي په دې خبرې باندې ټینګار سره چې د ارادو په جنګ کښې د ایران ملت مقاومت کوي وویل د امریکا د سپينې ماڼۍ ویاند په رسمي ډول ویلي د ایران پرضد د واشنګټن  د زیات دباو سیاست سخته ماتي خوړلي ده دا یعني د ایران ملت اراده وکړه او امریکا ته یې ماتي ورکړه.